خبرونهټولنه

د بيمې د طرحې موسسه هغو مالدارانو ته چې څاروي يې پړانګ خوړلې و تاوان ورکړ

کابل / د لړم٢٨مه /باختر
هغو دريو مالدارانو ته چې د دوى څاروي د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې د برفي پړانګ په بريد کې له منځه تللي و ، تاوان ورکړ شو.
د بدخشان د والي وياند نيک محمد نظري باختراژانس ته وويل چې د څارويو پرسيمې د برفي پړانګ د بريد له امله د بدخشان په واخان کې د نياز علي لنګرباى او فدامحمد ٥٥ څاروي له منځه وړل شوي و چې د څارويو د بيمې د طرحې موسسې هغوى ته دوه سوه پنځوس زره افغانۍ تاوان ورکړ.
هغه زياته کړه چې دغه موسسه له پنځو مياشتو راپديخوا په واخان ولسوالۍ کې د برفي پړانګ د ښکار د مخنيوي په مقصد د پرمختيايي شورا په چوکاټ کې د څارويو د بيمې طرحه جوړه کړې ده چې د هغه له مخې هغو مالدارانو ته چې څاروي يې برفي پړانګ ښکار کوي ، تاوان ورکول کېږي.
ختم_ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا