امنیت

د بټي کوت ولسوالۍ څوکلي د طالبانو له شتون څخه پاک شول

١٢- کا بل /د مرغومي ١٨مه /باختر
په ننګرهار کې د ډار اچونې پرخلاف عملياتو کې څوکلي د وسله والوطالبانوله شتون څخه پاک شول.
دغه عمليات د سلګونو ځواکونو په ګډون او د هېواد د هوايي ځواکونوپه ملاتړ پرون سهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې پيل شوى دى.
د ننګرهار والي ضيا الحق امرخيل باختراژانس ته وويل په دغوعملياتوکې تراوسه د بټي کوټ ولسوالۍ څوکلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.
هغه وويل دغه عمليات به د وسله والوطالبانوله شتون څخه د بټي کوټ ولسوالۍ تر پاکولو پورې دوام وکړي .
دا په داسې حال کې ده چې د جلال اباد –تورخم په تګلوري کې د بټي کوټ ولسوالۍ په دې وروستيو وختوکې د وسله والوطالبانو د شتون او فعاليتونو د زياتوالي ډګر و.
د يوبل خبرله مخې؛ هغه سړى چې په جلال اباد ښار کې پر يو کور د لاسي بم دغورځولو نيت درلود ، ونيول شو.
تراوسه د دغې پېښې علت او د يرغلګرهويت نه دې روښانه شوى
ختم_ ج – ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا