خبرونهفرهنګ

د تاريخي سکو يوه خزانه ملي موزيم ته وسپارل شوه

کابل / د لیندی ۴ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري په شتون نن د هلمند د تاريخي آبداتو مدير د تاريخي سکو يوه خزانه د ملي موزيم رييس ته وسپارله.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې خزانه کې يو زرو ١٨٤ سکې شاملې دي چې د بست کلا په شاوخوا سيمو کې د کيندنې په وخت کې موندل شوې دي.
د يادې خزانې د سپارلو په وخت کې پوهاند باوري د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د پاملرنې له امله مننه وکړه او ويې ويل چې ملي موزيم د هېواد د تاريخي آثارو په لټه کې دى او نه غواړي د هېواد لرغوني آثار د قاچاق وړونکو لاسته ورشي.
هغه زياته کړه: په دې اړه ټينګار شوى دى چې د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رياستونه دې د هېواد د تاريخي آثارو د ساتنې په برخه کې هڅانده واوسي چې له نېکه مرغه د هلمند د بست کلا له شاوخوا سيمو څخه ارزښتناکې سکې ترلاسه او ملي موزيم ته وسپارل شوې.
د ملي موزيم رييس محمد فهيم رحيمي د تاريخي سکو د خزانې په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: د دې خزانې زياتره سکې د ١١ م پېړۍ په غزنويانو دورې پورې اړه لري.
هغه زياته کړه: د دغو سکو په اړه زيات معلومات به له پاکولو وروسته ترلاسه شي او د تحقيقاتو لپاره يوه ښه سرچينه ده.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مدير نېک محمد د تاريخي سکو دغه خزانه د پوهاند باوري په شتون د ثبت او ساتنې په موخه د ملي موزيم رييس ته وسپارله.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا