امنیت

د تاوتريخوالي زياتوالى د سولې، مذاکراتو او روغې جوړې بهير پرخلاف دی

۳۹- کابل / د لیندۍ ۹ مه / باختر
په غزني او زابل کې د دوو موټربم چاودنو د يوشمېر امنيتي ځواکونو او ملکيانو د شهادت او ټپي کېدو سبب شول.
د ملي پخلاینې عالي شورا نن د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي: لومړى موټربم د غزني په مرکز کې د عامه محافظت پر قطعې او دويم موټربم د زابل د ولايتي شورا رييس د سپرلۍ پر کاروان وچول شول.
په اعلاميه کې ويلي شوي دي: له مقناطسي ماينونو، ځانمرګو او موټربمو څخه په استفادې سره، تروريستي بريدونه زيات شوي دي او د تاوتريخوالي کچه هم لوړه شوې ده. دغه شان تروريستي او ډار اچوونکي بريدونو د افغانستان د خلکو ترمنځ د ډار او وحشت او د بدبينۍ فضا رامنځته کړې ده او د سولې بهير ته زيان رسوي.
په اعلاميه کې راغلي دي: د تاوتريخوالي او د ملکيانو د تلفاتو زياتوالى د افغانستان خلکو او نړيوالو ته د منلو وړ نه دى او د سولې، مذاکراتو او د روغې جوړې بهير پرخلاف دى.
هيله کېږي تاوتريخوالي کمښت ومومي او جګړه او وينه توييدنه پاى ته ورسېږي.
ختم-ج –اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا