خبرونهفرهنګ

د تحقيقي رپوټ ليکنې د زده کړې ورکشاپ جوړشو

٣٢- کابل /دمرغومې ٦مه /باختر
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د خپرونو د چارومعينيت نن په بدخشان کې د تحقيقي رپوټ ليکنې د اساساتو د زده کړې ورکشاپ جوړ کړ.
د باختر اژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ دغه روزنيز ورکشاپ د بدخشان د اطلاعاتواوفرهنګ رياست په همکارى ٥٠ خبريالانو او رسانه يي مسوولينو لپاره د ٣ ورځو لپاره د بدخشان په مرکز فيض اباد ښار کې جوړ کړ.
د بدخشان د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس نقيب الله ثاقب يار دغه روزنيز پروګرام په پرانيستلو کې وويل چې په دې روزنيز ورکشاپ کې برخه وال د تحقيقي رپوټ ليکنې د اساساتو او د مجلې او ورځپاڼې د ديزاين په برخه کې زده کړه کوي .
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د خپرونو د چارو سلاکار عاقبت الله اديب يار وويل له ستونزو سره سره مو وکولاى شول چې دغه شان پروګرامونه د هېواد په نورو ١٣ ولايتونوکې جوړ کړو .
ختم_ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا