خبرونهاقتصاد

د تخار پر کروندګرو د غنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول

کابل/ د ليندۍ لومړۍ / باختر  

د تخار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د دغه ولايت پر کروندګرو د څه ناڅه زرو مټريک ټنو اصلاح شويو غنمو د وېش پړاو پيل کړى دى.

د تخار د والي مرستيال محمد فريد ذکي وويل: د غنمو دغه تخمونه د دغه ولايت د مرکز او ١٦ګونو ولسواليو په کچه په شرايطو برابر کروندګرو وېشل کېږي او په هر کروندګر يوه ۵۰ کيلويي بورۍ اصلاح شوي غنم د ټاکل شوې بيې په بدل کې وېشل کېږي.

يوشمېر کروندګرو د مننې په څرګندولو سره وايي چې دغه اصلاح شوي غنم حاصلات زياتوي.

يو کروندګر وويل چې د حاصلاتو زياتوالي د هېواد په اقتصاد مثبته اغېزه لري او له مرکزي حکومت يې وغوښتل چې د يوې خودکفا ټولنې د لرلو په خاطر دې د کروندګرو سره مرسته وکړي.

ختم- شکريه -اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا