ټولنه

د ترکيې د اغري ښار په ترافيکي پېښه کې د پنحو تنو وژل شويوکسانو مړي کابل ته ولېږدول شول

٣٤- کابل /دمرغومي ٢٠مه /باختر
د ترکيې د اغري ښار په ترافيکي پېښه کې د ٥ تنو وژل شويو کسانو مړي کابل ته ولېږدول شول.
د بهرنيو چارو وزارت د ويندوي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. د افغانستان د بهرنيوچارو وزير محمد حنيف اتمر د ترکيي جمهوريت په اغري ښار کې د ناوړې ترافيکي پېښې له خبرېدو سره جوخت په انقره کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت سفارت ته لارښوونه وکړه چې د شهيدانو د پېژندنې او هېواد ته د شهيدانو د لېږدونې او د ټپيانو د درملنې لپاره جدي اقدامات ترلاس لاندې ونيسي .
په همدې اساس د ترکيې د اغري ښار ته د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سفارت استول شوى هيئت د افغانستان اتباعو مړي په سيمه کې وپېژندل او د استانبول ښار ته يې ولېږدول چې وروسته د ننګرهار اوسيدونکى وحيد الله د شيرعلي زوي ، د سمنګانو اوسيدونکى، باي نظر د عبدالرزاق زوى د سمنګانو اوسيدونکى عبدالصبور د لعل محمد زوي د ميدان وردګو اوسيدونکى سيد رحيم د سيد سليم زوى،او د ميدان وردګو اوسيدونکى سيدطاهر د سيد شيرعلي زوى مړي په انقره کې د افغانستان د سفارت له خوا د کام اير د هوايي شرکت په همکارۍ نن سهار کابل ته ولېږدول شول.
د هېواد د بهرنيوچارو وزارت د کام اير له هوايي شرکت څخه چې د قربانيانومړي يې په وړيا ډول کابل ته ولېږډول مننه وکړه او د پېښې شهيدانوته يې د الله (ج ) له دربار څخه د فردوس جنت، کورنيو اوخپلوانوته يې د جميل صبر اوټپيانوته د سملاسي روغتيا هيله کوي.
ختم_ ج _ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا