سیاست

د جرګې دپريکړو ملاتړ وشو .

 دلوګر ولايت خلکو دلويې جرګې دبريالي پاى ته رسيدو هرکلي او ملاتړ وکړ .

  دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبر له مخې په هغې غونډه کې چې نن  دعالمانو ، روحانيونو ، سپين ږيرو دملکي  او پوځي ادارو د رييسانو او کارکوونکو په ګډون  دلوګر ولايت دکنفرانسونو په تالار کې  جوړه شوي و ، دلوګر والي  ډګر جنرال عتيق الله لودين خبرې وکړې .

 وروسته څوتنو برخه والو دموضوع په باب خبرې وکړې او په برياليتوب  سره يې ددوديزې لويې جرګې پاى ته رسيدل  په هيواد کې دتاريخي  پيښې په توګه وبلله او ملاتړ يې وکړ .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا