سیاست

د جمهوررييس حامدکرزي حکم

د وزارتونو او د دولتي ادارو په  کاري چارو کې  ددوديزي لويي جرګي دسلامشورو  درعايتولو په باب  دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس حامدکرزي حکم :

 دوديزه لويه جرګه  چې  دڅه دپاسه  دوه زره تنو په گډون د ١٣٩٠ کال دلړم دمياشتي په  ٢٥ نيټه  جوړه شوه  اوپه ٧٦ فقرو کې  دپريکړه ليک په صادريدو سره  دروان کال دلړم  دمياشتې په ٢٨ نيټه په برياليتوب سره پاى ته ورسيده ، دافغانستان دمجاهد اومسلمان ملت  يو ډير ستر برياليتوب بلل کېږي .

ددغې جرګې  سلامشورې چې  دافغانستان په برخليک ټاکوونکې پړاو کې دهيواد  له عيني شرايطو سره سم دهغې دغړو له دقيق تحليل او څيړنې وروسته صادري شوې  دافغانستان داسلامي جمهوريت دوزيرانو شورا  د ١٣٩٠ کال دلړم دمياشتې دديرشمې نيټي په غونډه کې دلويې جرګې دجوړونکو او دهيواد دامنيتي مرکزونو دهڅو اوهاند دقدرداني په ترڅ کې تائيدي شوي .

دوزيرانو شورا له پريکړې سره سم  وزارتونو  او دولتي ادارو ته لارښوونه کېږي  چې په خپلو کاري چارو کې ددوديزي لويي جرګې سلامشوري په پام کې ونيسي او دغومراتبو ته دې جدي پاملرنه وکړي  :

١_   دملي امنيت مشاوريت   دبهرنيو چارو ، ملي دفاع ، کورنيو چارو ، ماليې  اوداقتصاد وزارتونه ، دملي امنيت لوي رياست او دسيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره دې دبهرنيو هيوادونو دستراتيژيکي همکاريو په باب دخپلو خبرو په وخت کې  دجرګې سلامشوري په جدي توګه رعايت کړي.

٢_  دهيواد په خاوره کې داټومي کثافاتو دښخولو په باب دپخوا خپروشويو اوازو دسموالې او سقم دترلاسه کولو په مقصد او دوديزي لويي جرګې دسلامشورو په پام کې نيولو سره  دملي دفاع وزارت ترنظر لاندې د ١٣٨٧ کال د چنګاښ دمياشتې په شلمه نيټه  په ٢٤٧٠ ګڼه حکم کې ليکل شوي هيئت دې دنړيوالې ټولنې او داټومي انرژي دنړيوالې ادارې په گډون داړوندو مرکزونو په همکاري  تراشتباه لاندې سيمو کې اټومي کثافاتو داحتمالي ښخولو او دراديو اکتيف دوړانګو دخپريدو څرنگوالې په دقيقه توګه  اوله علمي  ، تخنيکي  امکاناتو اودسيمي داوسيدونکو له مشاهداتو څخه  په  استفادي سره په هراړخيزه توګه وڅيړي او دنتيجې په باب دې له مشخص نظرسره  جوخت  دشپږو مياشتو په دننه کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست مقام ته رپوټ وړاندې کړي .

٣_  دسولې دعالي شورا په تشکېلاتي جوړښت کې دي  په ډير لنډوخت کې او د دوديزي لويي جرګي دسلامشورو پربنسټ  نوى نظر وشي . دچارو  داداري او دوزيرانو شورا د دارالانشا لوي رياست موظف دي چې  ددغه بهير دګړندي کولو لپاره لازمه همغږي او اسانتياوي برابري کړي.

٤_  دسولې  عالي شورا به دجرګي سلامشورو ته دسولې دخبرو دپرمخ بيولواودسولې دپاليسي  دتطبيق په وخت کې دخپل کار په سرکې ځاى ورکړي.

٥_  وزارتونه اودولتي ادارې دې  دښې  حکومتوالۍ او په دولتي ادارو کې دشفافيت دتامينولو په باب  دلويي جرګې سلامشورې په جدي توګه رعايت کړي.

٦_  داداري اصلاحاتو اودملکي خدمتونو خپلواک کميسيون دې دعامې اداري داصلاح په باب دجرګي سلامشوري په جدي توګه په پام کې ونيسي

٧_  دچارو  داداري او دوزيرانو شورا ددارالانشا لوي رياست دي  ددوديزي لويې جرګي دپريکړه ليک په تکثير  اوپه پراخه توګه په خپرولو کې اقدام وکړي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا