خبرونهامنیتTOP

د جمهورريیس غني په مشرۍ د وسله وال پوځ اعلی سرقومندانۍ غونډه جوړه شوه

کابل / د لیندۍ ۲۰ مه / باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمد اشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ غونډه پرون مازیګر په ارګ کې ترسره شوه.
د جمهوررييس د وياند دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ.
لومړی جمهورريیس غني د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو او ملکي شهیدانو روح ته چې د دښمنانو په وروستیو بریدونو کې شهیدان شوي دي دعا وکړه وې ویل: زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو قرباني د هېواد، خلکو او راتلونکو نسلونو د ساتنې لپاره ده، ترڅو هغوی په ارامه او باوري فضا کې ژوند وکړي.
وروسته د هېواد عمومي امنیتي وضعیت وارزول شو او د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو د ګواښونو د کچې او د هیواد په مختلفو برخو کې د طالبانو د بریدونو په اړه خپل راپورونه او د هغوی د دفع او خنثی کولو لپاره د امنیتي او دفاعي ارګانونو برنامې وړاندې کړې.
وروسته د لویو لارو د امنیتي تدابیرو په اړه چې د طالبانو له لوري په کې مسافرین ګواښل کېږي، د یو شمېر لویو لارو په ځانګړي ډول د کابل ـ کندهار او د هېواد شمال کې د لویو لارو د پاکولو چې طالبان پکې اخاذي او ماینونو ته چاودنه ورکوي، بحث وشو.
په دې غونډه کې امنیتي او دفاعي مسوولینو د کندهار او هلمند ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه راپور ورکړ وې ویل، امنیتي او دفاعي ځواکونه په دغو ولایتونو کې د دښمن د پلانونو او بریدونو د دفع او خنثی کولو لپاره هڅه کوي.
جمهوررئیس د یادو ولایتونو والیانو او نورو ملکي او نظامي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د خلکو د امنیت ښه تامین لپاره له مختلفو قومونو سره له نږدې کار وکړي او هغوی لا زیات بسیج کړي.
غونډې دېته په پام چې د طالبانو له لوري د سړک غاړې ماینونو څخه استفاده او هدفي بریدونه د ملکي تلفاتو مهم عوامل دي، د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د دښمن د دغو چلونو د مخنیوي په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.
همداراز ټینګار وشو چې په ټولو کچو په ځانګړي ډول په ټیټو کچو دې په تاکتیکي او اوپراتیفي برخو کې لا زیاته همغږي رامنځته او د افغانستان په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې دې د اصلاحاتو او پیاوړتیا اجنډا په جدي ډول عملي شي.
د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ په دې غونډه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو ډاډ ورکړ چې له هېواد او خلکو څخه د دفاع لپاره هره شېبه خدمت ته تیار دي.
پاى- سعيده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا