سیاستTOP

د جمهورريیس غني په مشرۍ د کابینې فوق العاده غونډه جوړه شوه

کابل / د مرغومي لومړۍ / باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې فوق العاده غونډې د کابینې د غړيو او والیانو په ګډون د ویډیو کنفرانس له لارې د بازار جوړولو/مارکېټ او اقتصادي پرمختګ او ژمنیو پېښو ته د رسېدو او عملیاتي مدیریت پر ملي پلان بحث وکړ.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې غونډه کې چې پرون په ارګ کې وشوه، په پیل کې د پارلمان د یو شمېر غړو او دولتي کارکوونکو پر موټرو بمي بریدونه وغندل شول او اړوندو ارګانونو په ځانګړي ډول د شپږ نیمو بجو ټیم ته د دغه راز پېښو د مخنیوي په خاطر لازمې لارښوونې وشوې.
کابینې همداراز د غزنې په ګیلان ولسوالۍ کې د سولې دښمنانو تروریستي برید په کلکه وغانده او اړوند ارګانونه یې د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره د همدردۍ او رسېدګۍ په موخه، موظف کړل.
وروسته د هېواد جمهورريیس قندهار ته د خپل وروستي سفر په اړه معلومات ورکړل او ‎دجمهوري ریاست لومړي مرستیال په مشرۍ یې اړوندو ارګانونو ته د یاد ولایت بېځایه شویو ته د عاجلې رسېدګۍ او ملي د سترخوان پروګرام کې دغه ولایت ته د لومړیتوب ورکولو په موخه، لارښوونه وکړه.
په همدې ترتیب د قندهار په دهله بند کې تر اوبو د خلکو د بڼونو لاندې کېدو او لرغونو آثارو د تخریب د مخنیوي په موخه د مشخصو معیارونو وړاندې کولو په خاطر بین الوزارتي کمېټه موظفه شوه.
جمهوررییس غني اړوندو ادارو ته د کابل ښار د هوا ککړتیا پر کمولو د تمرکز په موخه هم لازمې لارښوونې وکړې.
وروسته کابینې د بازار جوړولو محور په اړه چې د افغانستان انکشاف او سولې ملي چوکاټ دویم سند (ANPDF II)کې له درج شویو موخو څخه یوه ده، بحث وکړ.
همدا راز د هغه پر عمده برخو چې د اقتصادي سیالۍ ایجاد څرنګوالی، د آزاد بازار تعریف او په بازار کې د دولت او خصوصي سکتور مشارکت، د خصوصي او دولتي شرکتونو د همکارۍ څرنګوالی، د پانګې د ایجاد څرنګوالی، د ساکتې پانګې تحرک او له پټې پانګې استفاده، متشبثینو ته د پانګونې د ایجاد زمینې څرنګوالی، د توکو د تولید لپاره د بازار ارزونه، د باور فضا او د تولیداتو د بازارموندنې لپاره د نړیوال شهرت ایجاد، د ملکیتونو د معضلې حل او د پانګونې په زیاتولو کې له ځمکې او ملکیتونو استفاده، د مارکېټ د تعریف په موخه د ارزښت او عرضې ځنځیر ایجاد، د مصرفوونکو د حقونو تعریف او د هغو ملاتړ، پر تولیداتو د مصرفوونکو باور، د صادراتو ملاتړ او پیاوړتیا، د معیارونو تعریف او د تولیداتو په کیفیت کې د ډسپلین ایجاد، د بانکدارۍ نظام معیاري کول، د اقتصادي ودې او شرکتونو د ایجاد له لارې د عوایدو زیاتول، د شرکتونو په ایجادولو کې د خصوصي سکتور ګډون، له خصوصي سکتور سره په مشوره پر زېربناوو د پانګونې څرنګوالی او د ظرفیتونو ایجاد او له بشري پانګې اغېزناکه استفاده پکې شاملېږي، بحث او خبرې وشوې.
ورپسې کابینې، اقتصادي عالي شورا ته د مفصلو برنامو او طرحو وړاندې کولو په خاطر اړوند ارګانونه د بازار جوړولو (Market Building محور کې د افغانستان د انکشاف او سولې ملي چوکاټ دویم سند (ANPDF II) اهدافو تطبیقي بهیر د چټکتیا په موخه موظف کړل.
کابینې د غونډې په پای کې ژمنیو پېښو ته د رسېدو او عملیاتي مدیریت ملي پلان په پرنیسب کې تایید او د یاد پلان د ترتیبولو په خاطر یې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیرڅخه د یاد پلان برابرولو له امله، قدرداني وکړه.#
پای / ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا