سیاستخبرونهاقتصادTOP

د جمهورريیس په مشرۍ د ملي عوایدو عالي بورد غونډه وشوه

٤٨- کابل / ليندۍ ٢٢مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي عوایدو عالي بورد غونډه، نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې چې د جمهوري ریاست مرستیالانو، لوی څارنوال، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز، د چارو ادارې لوې ريیس او مالیې وزارت یو شمېر مسوولینو حضور درلود، د هیواد له عایداتي منابعو څخه د عوایدو راټولولو په برخه کې ټاکل شوې موخې ته د رسېدو او د هغو د ننګونو او ستونزو او د افغانستان حکومت مالي تعهداتو په اړه بحث او خبرې وشوې.
په پیل کې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین محمدعیسی قدرت په ۱۳۹۹ کال کې د عوایدو راټولولو په خاطر د تعیین شویو موخو په اړه خپل راپور غونډې ته وړاندې کړ.
د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین د ملي عوایدو بورډ ایجادول، مهم ګام وباله او د هغو کمبودیو او ننګونو په برخه کې چې د عوایدو راټولولو لپاره د ټاکل شویو موخو د ترلاسه کولو پر وړاندې خنډ ګرځي همدا راز یې د هغو د حل لارو په اړه هم معلومات وړاندې کړل.
هغه څرګنده کړه: څرنګه چې تمه کېده موږ په ۱۳۹۹ کال کې د عوایدو راټولولو تعیین شوی هدف نه دی ترلاسه کړی. نوموړي د خصوصي او دولتي شرکتونو او ارګانونو له لورې په موقع د مالیاتو نه ورکول، د هیواد پر اقتصاد د کرونا ویروس منفي اغېزې، د قرنتین ورځې او د دغه ویروس د لومړۍ څپې پر مهال د افغانستان د عمده بندرونو تعطیلي، د هغه عمده لاملونه یاد کړل.
د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین وویل، د عوایدو راټولولو پر وړاندې د فساد موجودیت یو له عمده ننګونو څخه دی چې باید پر ضد یې مبارزه وشي .
جمهورريیس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته وویل، مالیې وزارت او اړوند ادارې په ځانګړي ډول د ملي عوایدو بورډ باید په ۱۳۹۹ کال کې د تعیین شویو عوایدو راټولو په خاطر د موخو ترلاسه کولو لپاره، لازیاتې هڅې وکړي.
د هیواد جمهورريیس زیاته کړه، د عوایدو برخه کې دې د مالیې وزارت اجراات چټک شي دولتي، نادولتي ارګانونه او خصوصي سکتور دې خپلې باقي دارۍ د ۱۳۹۹ کال پایته رسېدو وړاندې، تادیه کړي.
جمهورريیس اړوندو بنسټونو ته جدي لارښوونه وکړه چې ټول یاد شوي خنډونه او ننګونې په جدي توګه وارزوي او په ادارو کې شته ستونزې او موانع چې د عوایدو راټولولو پر وړاندې موجود دي، لرې کړي.
جمهورريیس غني د خپلو خبرو په پای کې لوی څارنوالۍ، مالیې وزارت او د ملي عوایدو عالي بورډ ټولو اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې د فساد اړوند تورونه په جدي توګه وارزوي. هغه د دغه ډول جدې ارزونې لپاره د مشخصو پلاويو د ګومارلو پر مهال په ټینګار وویل: حکومت به له خلکو او بین المللي ټولنې سره د خپلو ژمنو په پام نیولو، په دې برخه کې هیڅ راز نرمښت ونه کړي.
پاى- ج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا