سیاستخبرونهTOP

د جمهوررییس د ویندوی مرستیال: طالبان د افغانستان د خلکو پرخلاف جګړه کوي

٤٦- کابل /د مرغومي ١٤مه /باختر
له هغه وروسته چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو وويل ( په تېريوکال کې په افغانستان کې هيڅ امريکايي عسکر نه دى وژل شوى ) جمهوري رياست وايي ( طالبانو اوس د افغانستان د خلکو اوحکومت پرخلاف جنګېږي.) د جمهور رييس د وياند مرستيال دوا خان مينه پال نن په يو تصويري کنفرانس کې وويل د بهرنيو ځواکونو تلفات په دې دليل صفر شوى دى چې امنيتي ځواکونه په يواځې توګه د جګړې مديريت او مشري کوي.
مينه پال ويلي دي ( طالبان اوس د افغانستان د خلکو اوحکومت پرخلاف جنګېږي او په دې جګړه کې د خلکو تلفات ډير زيات دي )
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د شنبې په ورځ په يو تيوت کې وليکل ( د تېر يوکال په بهير کې هيڅ امريکايي عسکر په افغانستان کې نه دى وژل شوى )
دا په داسې حال کې ده چې په ٢٠١٩ميلادي کال کې په افغانستان کې شل امريکايي عسکر وژل شوې و . امريکا او طالبانو د تېرکال د کب د مياشتې په دريمه نيټه د سولې موافقه ليک لاسليک کړ.او وروسته يې اوربند وکړ. خو د جهاد په نامه د طالبانو جګړه د دولتي ځواکونو په وړاندې دوام لري .
هغه جګړه چې دواړو لورو طالبانو او دولت ته زيات انساني تلفات له ځان سره لري
امنيتي مقاماتو ويلي دي طالبانو په روان کال کې د افغانستان د خلکو او د دولتي ځواکونو په وړاندې ١٨٢٠٠ برېدونه ترسره کړي دي . ختم_ج _ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا