خبرونهټولنه

د جمهوررییس غني په مشرۍ غونډه د معلولیت ملي ستراتېژۍ پر مسودې بحث وکړ

۱- کابل / د لیندۍ ۱۶ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني پرون مازیګر د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت رهبرۍ سره غونډه کې د معلولیت ملي ستراتېژۍ پر مسودې بحث او خبرې وکړې.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه او د کابینې یو شمېر غړو هم حضور درلود، په پیل کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین اريوبي په خپلو خبرو کې معلولیت لرونکو وګړو ته د جمهوررييس د همېشنۍ پاملرنې له امله مننه و کړه.
وروسته د شهیدانو او معلولینو وزارت سلاکار حبیب خان د یادې مسودې په اړه چې ټاکل شوې پر ملي ستراتېژۍ بدله شي هراړخیز معلومات ورکړل ويې ویل، د معلولیت ملي ستراتېژۍ جوړولو موخه معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره ژوند برابرول او دوی ته د لازیاتو امکاناتو او فرصتونو جوړول دي.
هغه زیاته کړه، دغه ستراتېژي د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د راتلونکو لسو کلونو په خاطر په پام کې نیول شوې او په هرو درې کلونو کې د معلولیت لرونکو افرادو اړتیاوو او غوښتنو ته په پام ارزول کېږي.
وروسته د غونډې یو شمېر ګډونوالو معلولیت لرونکو وګړو سره د هراړخیزې مرستې په موخه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت دغه نوښت وستایه او پر یاده مسوده یې د هراړخیز بحث پرمهال د بېلابېلو برخو د لا بډاینې په موخه خپل نظریات او وړاندېزونه شریک کړل.
جمهورريیس محمداشرف غني د یادو ګډنوالو د نظریاتو له اورېدو وروسته د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت هڅې وستایلې او زیاته یې کړه دغه کارونه کافي نه دي او ضرور ده چې د معلولیت ملي ستراتېژۍ کې نوښتونه په پام کې ونیول شي.
د هیواد جمهورريیس زیاته کړه، د پوهنې، روغتیا، مسکن، کرنې او صنعت سکتورونو او د عامه پوهاوي او استخدام په برخو کې دې معلولیت لرونکو وګړو ته مشخص اقدامات تعریف او د پرمختګ په اړه دې جمهوري ریاست ته راپور وړاندې شي.
جمهورريیس وویل، همدا راز دې د اقتصادي عالی شورا یوه غونډه کې له خصوصي سکتور سره ځانګړې ناسته وشي، ترڅو د معلولیت لرونکو کسانو ستونزې د دوی په مشارکت حل شي.
د هیواد جمهورريیس دېته په پام چې معلولیت لرونکو کسانو ته رسېدګي یو اجتماعي او اخلاقي مسوولیت دی، په بېلابېلو برخو کې اړوندو وزارتونو او ادارو ته د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت سره د واضح چوکاټ برابرولو لارښوونه وکړه، چې د معلولیت لرونکو وګړو غوښتنو ته پکې اساسي پاملرنه وشي.
جمهورريیس غني د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ته په خطاب کې وویل، تاسې باید تر راتلونکی یوې میاشتې پورې پالیسي، ستراتېژي او د عمل پلان ترتیب او د چارو ادارې سره شریک کړئ.
پاى- ج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا