سیاستخبرونه

د جمهوررییس محمداشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

کابل/ د مرغومي ۱۷مه / باختر

د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه، د کابینې د غړو او والیانو په ګډون د ویډیو کنفرانس له لارې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه.

په پیل کې جمهوررئیس غني د کندهار نوي والي ته د ویډیو کنفرانس له لارې د کابینې په غونډه کې د ګډون هرکلی ووایه او د تاریخ اوونۍ د ایجاد او د دې اوونۍ په مناسبت یې د افغانستان د دوو پیاوړو او نوموتو مورخینو فیض محمد کاتب او ډاکټر محمد حسن کاکړ د نمانځنې په موخه، د اطلاعاتو فرهنګ وزارت او د هیواد د فرهنګنیانو د نوښت قدرداني وکړه.

جمهوررئیس همداراز، اطلاعاتو فرهنګ وزارت او ټول اړوند ارګانونه په ۱۴۰۰ کال کې د تاریخي لیدلوري د ایجاد او تاریخ اوونۍ د نمانځنې د چمتووالي په موخه د اوزبیکستان هیواد په همغږۍ د امام بخاري او امام ترمذي د نمانځنې مراسمو په جوړولو او په دې مناسبت د امیرعلي شېرنوايي او خان عبدالفغار خان د یاد د نمانځنې په خاطر، موظف کړل.

ورپسې جمهوررئیس غني په شل اوریزه لوبو کې د کرکټ بین المللي شورا له لورې د وروستۍ لسیزې د غوره لوبغاړي په توګه د افغانستان د کرکټ ستوري راشد خان د انتخاب په خاطر، یو ځل بیا مبارکي وویله.

همدا راز جمهوررئیس له افغانستان سره  امنیتي او دفاعي برخو کې د امریکا متحدو ایالتونو د مرستو دوام د تصویب په موخه د امریکا د کانګرس پرېکړې قدرداني او د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په جوړښت کې یې له یادو مرستو څخه د اغېزناکې استفادې په خاطر د اصلاحاتو ټینګار وکړ.

محمداشرف غني ټینګار وکړ، اضافي پروژې د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجه کې نه شاملېږي او د اساسي قانون د صراحت مطابق د بودجې برابرول او وړاندې کول د اجرائیه قوې کار دی او د پارلمان مسوولیت دا دی چې په جمعي توګه یې قبوله یا رد کړي.

په همدې ترتیب د هیواد جمهوررئیس د اسلامي نړۍ په فرهنګي میراثونو کې د غور ولایت د منارجام پر ثبتولو هم خوښي وښوده.

وروسته د اجنډا مطابق د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان جوړولو معین په افغانستان کې د کوید-۱۹ ایپډیمولوژیک وضعیت، راپور غونډې ته وړاندې کړ.

هغه زیاته کړه، په هیواد کې د کرونا ویروس دویمې څپې په وروستیو اوونیو کې نزولي حرکت لرلی، د پېښو ثبت او د بستري کېدو شمېرې مخ په کمېدو دي، په تېرو دوو اوونیو کې د هیواد په کچه د بسترېدو سطحه له ۵۲ څخه ۲۶ سلنې ته راټیټه شوې ده.

همدا راز نوموړي په نړۍ کې د کوید-۱۹ وضعیت او په بریتانیا او د هند او پاکستان په ګ‌‌‌‌‌‌ډون نوره نړۍ کې د یاد ویروس د نوې بڼې جینیتکي خپرېدو ته په کتو له وطنوالو وغوښتل چې په هیواد کې  د کرونا ویروس دویمې بڼې خپرېدو د مخنیوي په موخه د څه مودې لپاره یادو هیوادونو ته سفر ونه کړي او د اړتیا پر مهال دې لازم اړین تدابیر په پام کې ونیسي او هغه مسافر چې له بهر څخه افغانستان ته راځي د کرونا ټیسټ شي، چې کابینې تایید کړل.

کابینې له وطنوالو وغوښتل چې په هیواد کې د کرونا ویروس دویمې بڼې خپرېدو او درېیمې څپې د مخنیوي په موخه له ماسک استفاده وکړي او ټولنیز واټن په پام کې ونیسي، همدا راز یې په دې برخه کې دولتي بنسټونه هم موظف کړل.

همدارنګه د عامې روغتیا کارکوونکو د قدردانۍ پر مهال چې کرونا ویروس سره د مبارزې په لومړۍ لیکه کې قرار لري، څرګنده شوه چې د دوی د زحمتونو د تقدیرولو وړاندیز دې عامې روغتیا وزارت ترتیب کړي.

د غونډې په پای کې کابینې، د کندهار ښار د احمدشاهي واټ د انکشاف په موخه د استوګنې او سوداګریزو ملکیتونو استملاک او د ښوونځیو جوړولو، کرکټ لوبغالي د ایجاد، صنعتي پارک او د غالیو د صنعتي او استوګنې ښارګوټي د جوړولو، د ښځو د بڼ د ایجاد او کوید-۱۹ روغتون جوړولو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون د عام المنفعه او دولتي تاسیساتو د ایجاد په موخه په ولایتونو کې د دولتي ځمکو په اړه د اووه مورده استفادې لېږد حق د منظورۍ په موخه د ښارجوړولو او ځمکو وزارت غوښتنه، تصویب کړه.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا