امنیت

د جيلونو او توقيف خونومسووليت دکورنيو چارو وزارت ته وسپارل شول

کابل باختر د مرغومي شلمه

  دجيلونو او توقيف خونو دلوى رياست مسووليت نن د عدليې له وزارت څخه دکورنيو چارو وزارت ته وسپارل شول .

 دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبر له مخې، په هغو مراسموکې چې له همدې امله دکورنيو چارو په وزارت کې پرځاى شول دعدليې او دکورنيو چارو وزيرانو ، دستري  محکمې  استازي ، دولتي او دمشرانو جرګې دعدلي او قضايي کميسيونونو رييسانو ، داساسي قانون پرتطبيق باندې دڅارنې دکميسيون رييس ، په کابل کې دمتحده  ايالاتو سفير ، د اروپا داتحاديې   استازي ، په کابل کې دجاپان ، انګلستان ، کاناډا او دايټاليا  دسفارتونو استازو ، دبشر دحقوقو دخپلواک کميسيون استازي او ديو شمير نړيوالو سازمانونو او ددوستو هيوادونو استازو ګډون کړي و .

 دکورنيو چارو وزير ستر پاسوال بسم الله  محمدي  په دې باب دوينا په کولو سره وويل، دعدليې اودکورنيو چارو دوزارتونو دمسوولينو او دنړيوالو همکارانو له څو مياشتنيو  پرله پسې هڅو او هاند وروسته  دجمهوري رياست د ٨٥ ګڼه فرمان له مخې دجيلونو او توقيف خونو درياست مسوليت په رسمي ډول دعدليې له وزارت څخه دکورنيو  چارو  وزارت  ته ليږدول کيږي .

 په داسې حال کې چې جيلونه او توقيف خونې ديو هيواد دعدليې او امنيتي  سيستم يوه ډيره مهمه برخه بلل کيږي دمسلکي پوليسو او داغيزمن عدلي او قضايي سيستم شتون هم دعدالت په تامينولو  او ديوې  قانون مندي اوباثباتي ټولنې   په جوړولوکې انکار نه منونکي دي

 په سالم  مديريت اوپه معياري ډول دجيلونو او توقيف خونو شتون دغه راز دبنديانو دساتنې لپاره حياتي ارزښت لري   . دهيواد دامنيتي حالت او دهغو ګواښونو په پام کې نيولو سره چې جيلونو ته متوجه دي او هغو پيښو ته په پاملرنې سره  چې  دافغانستان په ځينو جيلونو په تيره بيا په کندهار کې رامنځته شوې  په اوسنيو شرايطو کې دجيلونودامنيت تامينول ډير مهم دى .

 دکورنيو چارووزير وويل، دغه وزارت دهيواد دجيلونو دمسووليت په منلو سره ژمن دى چې دبنديانو په وړاندي ټولي ديني لارښوونې ، بشري حقوق اوپه هيوادکې نافذ قوانين  رعايت کړي ،  له دې پرته  دسالم مديريت دنه شتون په صورت کې به جيلونه دتروريستانو او جنايتکارانو  له خوا په يو تروريستي ځاى بدل شي .

 دکورنيو چارو  وزير دهيواد په ځينو ولايتونوکې دبنديانودحالت دڅيړنې  خبر ورکړ او وي ويل  دهيواد په ځينوجيلونوکې دبنديانو دژوندانه حالت ښه نه دي چې داسانتياو دبرابرولو په لاره کې عملي اقدامات شوي دي .

 دهيواد دعدليې وزير حبيب الله غالب هم دخبرو په ترڅ کې دکورنيو چارووزارت ته  د جيلونو او توقيف خونو دمسووليت  ليږدونه دهيواد دجيلونو او توقيف خونو دحالت دښه والي په لاره کې  يو مثبت ګام وباله او وي ويل چې دغه سترګام  دهيواد په ګوټ ګوټ کې دڅه دپاسه شلو زرو تنو  بنديانو دژوندانه دشرايطو  دښه والي په خاطر اخستل شوي دي .

 دکورنيو چارو وزارت  تاميناتي معين لوى پاسوال غلام علي وحدت  دجيلونو  او توقيف خونو دمسووليت دليږدونې دمرکزي کميسيون رپوټ حاضرينو ته  وړاندي کړ .

 په دې غونډه کې يو تن دنړيوالې  ټولنې  په استازيتوب خبرې وکړې او دجيلونو او توقيف خونو دچارو دښه والي په لاره کې  يې د  اسانتياو دبرابرولو په برخه کې دنړيوالې ټولنې اودنړيوالو  موسسو په همکارۍ باندې ټينګار وکړ .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا