TOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د خان عبدالغفار تګلارې ته د ژمنتیا اړتیا

کابل/ د سلواغې ۲مه/ باختر
دري دېرش کاله وړاندې د هند نیمې وچې ستر مبارز او د عدم تشدد فلسفې نوښتګر او لاروي له نړۍ سترګې پټې کړې. پاچاخان خلک سوله ییزې مبارزې ته بلل او د خشونت او تاوتریخوالی کلک مخالف و. د ده د عدم تشدد تګلارې ته نن په دې سیمه کې سخته اړتیا ده.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
د افغانستان په څېرد وروسته پاتي هېوادونو او ټولنو یوه ځانګړنه دا ده چې له بده مرغه د دوی شخصیتونه لکه څنګه چې اړینه ده، نه دي پېژندل شوي او یا په بشپړ ډول له پامه غورځول شوي دي. یو له دغه شخصیتونو د سیمې لوی مبارز او د عدم تشدد نوښتګر او ژمن لاروی خان عبدالغفار خان دی. خان عبدالغفارخان د عدم تشدد فلسفې په رامنځ ته کولو، وده او پراختیا کې ستره ونډه اخیستې ده. د ده خدمتونه همغومره د قدر وړدي لکه د ګاندي، مارتین لوترکینګ او نېلسن ماندیلا خدمتونه چې د قدر وړ دي. ښایي د پاچا خان خدمت په دې برخه کې تر ټولو ډېر او ستر وي. ځکه ده په داسې یو چاپېریال کې د عدم تشدد غږ پورته کړ او په یوه داسې ټولنه کې یې خلک سوله ییزې مبارزې ته راوبلل چې په هغې کې ټوپک د نارینه ګاڼه بلل کېږي؛ خو ده پر خلکو غږ وکړ چې ټوپک وغورځوي او قلم واخلي. دی د آزادۍ اوخپلواکۍ، ودې او پرمختګ راز په قلم کې ویني، په پوهه کې یې ویني. دی تاوتریخوالی په کلکه ردوي او خلک سوله ییزې مبارزې ته رابولي.
که د پاچاخان تګلارې ته ځغلنده کتنه وکړو؛ نو بنسټیزې ځانګړنې یې دادي:
۱. عدم تشدد: لکه پورته چې وویل شول دی تاوتریخوالی ردوي او پر مدني سوله ییزې مبارزې ټینګار کوي، قلم پر ټوپک غوره بولي؛
۲. پوهه او زده کړه: پاچا خان د بري او خلاصون راز په پوهه کې ویني او خلک هڅوي چې زده کړه وکړي، ښوونځي ته لاړشي، کتابونو ولولي او علم ترلاسه کړي؛
۳. ملي یووالی: پاچا خان پر ملي یووالي باور لري. دی قومي، سمتي، مذهبي او ژبني اختلافات په کله ردوي او ټول ملت کېدوته رابولي، اتفاق او یووالي ته یې رابولي او په دې کې د بري راز ګوري؛
۴. عادي ژوند: پاچاخان عادي ژوند پر تجملي او فیشني ژوند غوره بولي. دی سره له دې چې یو ستر خان دی، په سیمه کې ښه پېژندل شوی شخصیت دی، مشر او رهبر دی؛ خو د یوعادي انسان په توګه ژوند کوي، همغه کالي اغوندي چې خپلو خلکو یې اوبدلي دي او ګنډلي دي؛
۵. پرانیستی ولسي سیاست: پاچا خان په ماڼیو کې راایسار سیاست نه کوي او هغه ردوي، دی له ولس سره نږدې اړیکې غوره بولي. له همدې امله ولس په ولس ګرځي، کلي په کلي او کور په کور ګرځي او له خلکو سره خبرې کوي، هغوی ته پورته یادشوي ارزښتونه تشریح کوي.
شک نشته چې د پاچاخان افکار خورا پراخ اړخونه لري، موږ دلته یوازې د څو اړخونو یادونه وکړه؛ خو همدا پورته یاد شوي ارزښتونه لکه عدم تشدد، ښوونځیو ته تګ او د پوهې زده کول، ملي یووالی، عادي ژوند او له ولسونو سره نږدې اړیکې – دا ټول هغه څه دي چې نن ورته افغاني ټولن سخته اړتیا لري.
له بده مرغه افغاني ټولنه او سیمه نن د تشدد او تاوتریخوالي ښکار ده او دې ستونزې ته د پای ورکولو لاره دا ده چې موږ د پاچاخان تګلاره خپله کړو او تطبیق یې کړو.
پاى- ن.ش.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا