تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د خبرو د دویم پړاو په درشل کې

٣٠- کابل/ د مرغومي ۸مه/ باختر
د افغان حکومت مرکچي پلاوی لا په کابل کې دی او دلته یې له ګڼو حکومتي مسوولینو اومدني فعالانو سره وکتل. همدارنګه د ملي روغې جوړې عالي شورا په دویمه غونډه کې یې هم ګډون وکړ. داسې ښکاري چې د خبرو دویم پړاو ته د افغان حکومت د مرکچي پلاوي چمتووالی بشپړ شوی دی.
د باخترآژانس مفسردا موضوع څېړلې ده او لیکي:
پلاوي ښه فرصت درلود چې له جمهوررییس، د ملي روغې جوړې عالي شورا له رییس او نورو مشرانو او همدارنګه د مدني ټولنې له فعالانوسره وګوري او د هغوی نظریات واوري. دا د خبرو اجنډا په بډای کولو او دغه راز د ملي اجماع په پياوړي کولو کې مرسته کوي. یوه خبره د یادولو ده او هغه دا چې دلته له ټولو اختلافاتو سره سره، د سولې په اړه یوه اجماع شتون لري. ټول سوله غواړي او په دې برخه کې د مرکچې پلاوي ننګه او ملاتړ کوي. ښایی دا به یوه له هغو ډېرو کمو مسایلو وي چې په اړه یې ګڼ سیاستوال او روڼ اندي یوه خوله دي. پر افغاني ټولنې د جګړې یوه ناوړه اغېزه دا ده چې دلته ډېر ژور سیاسی-ټولنیز انقطاب رامنځ ته شوی دی، نظریات او دریځونه سره وېشلي دي او ډېره ګرانه ده چې مطرح سیاستوال او د نظرخاوندان ژر د یوې مسالې په اړه توافق او اجماع ته ورسېږي؛ خو له نېکه مرغه د سولې په اړه او د مرکچي پلاوي د ملاتړ او ننګې په اړه دغه راز اجماع او توافق شته.
د خبرو د دویم پړاو د ځای او نېټې په اړه پخوا یو لړ وړاندیزونه مطرح شوي وو او دا وړاندیز هم شوی و چې دویم پړاو دې دننه په افغانستان کې ترسره شي. دا لکه لمر روښانه ده چې که دواړو لوریو توافق کړی وای او دا پړاو دننه په افغانستان کې پيل شوی وای؛ نو دا به ډېر ښه ګام وای. اوس داسې ښکاري چې دویم پړاو به هم په دوحه کې پيل کېږي او له مخکینۍ پرېکړې سره سم باید د راروانې جنوري پر ۵ مه دا پړاو پيل شي. د افغانانو هیله دا ده چې دویم پړاو په خپل وخت پيل شي. د افغان حکومت مرکچي پلاوی له پاخه ولسي او حکومتي ملاتړ سره دویم پړاو ته تیاری نیولی دی. داهم روښانه ده چې دویم پړاو به ستونزمن وي او د اجنډا پر سربه د دواړو لوریو ترمنځ ناندرۍ دوام ومومي؛ خو د دې خبرې مانا دا نه ده چې توافق ته رسېدل ناشوني دي. هرڅومره چې د یوې موضوع په اړه بحث کېږي او مقابل لوري خپل نظریات وړاندې کوي؛ نو همغومره وړاندې تګ پوخ راځي او مسایل په بنسټیز ډول حل کېږي.
د افغان حکومت د پلاوي لپاره اساسي کرښې څرګندې دي: د افغانستان آزادي، خپلواکي، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، انتخابات، د ښځو او کوچنیانود حقونو په ګډون بشري حقونه، د بیان آزادي، د رسنیو آزادي، له ګاونډیو او نورو هېوادونو سره د یو بل ملي ګټو ته د درناوي پر بنسټ ښې اړیکې او نور منل شوي نړیوال حقوق او اصول. دا د جمهوریت اساسي کرښې دي او افغان ولس غواړي خپل برخلیک خپله وټاکي. افغانان نه غواړي چې د دوی پر سیاسي برخلیک لوبې وشي او یوه یا بله ډله د کودتا، بغاوت او پوځي پاڅون او یا هم له پردیو سره د ناروا او د ملي ګټو پرخلاف سازش او جوړجاړي له لارې واک ته د رسېدوکوښښ وکړي.
هیله مو دا ده چې د خبرو دویم پړاو په ټاکلي وخت پيل شي او دواړه لوري لوړو ملي ګټو ته د کلکې ژمنتیا له مخې د انعطاف په ښودلو سره دا پړاو بري ته ورسوي او دې جګړه ځپلي ملت د سولې زېری راوړي.
پاى- ن.ش.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا