تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د خبریالانو خوندیتوب، ستر لومړیتوب دی

کابل / د مرغومي ۳ مه / باختر
له بده مرغه په تېرو څو اوونیو کې یو شمېر خبریالان په بېلابېلو پېښو کې ووژل شول. دغو وژنو کلک غبرګونونه او ژورې اندېښنې پارولې دي. د خبریالانو خوندیتوب، تر ټولو ستر لومړیتوب دی.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
په تېرو څو اوونیو کې په کابل، هلمند، ننګرهار او غزني کې د یو شمېر مطرحو خبریالانو وژل کېدو نه یوازې د خبریالانو او رسنیو، بلکې د ټولو خلکو کلک غبرګونونه او ژورې اندېښنې پارولې دي. ستره اندېښنه دا ده چې دا وژنې، هدفي ښکاري او ترشا یې د هغو کړیو لاس دی چې نه غواړي خبریالان خلکو ته د پېښو په اړه رپوټونه خپاره کړي.
د ژورنالیزم د اصولو له مخې خبریال خپل مسلک ته ژمن دی او دنده یې د پېښو په اړه د رښتینو معلوماتو راټولول او بیا د خبر او یا هم رپوټ په بڼه خلکو ته د هغو رسول دي. مسلکي خبریال کله هم په خبر کې خپل ذهني برداشت او فکر ته ځای نه ورکوي، د هېڅ لوري خوا نه نیسي، تعصب نه کاروي، کرکه نه کوي، قضاوت نه کوي؛ بلکې خلک د پېښو پر رښتیني حالت خبروي او دا واک او اختیار خلکو ته ورکوي چې د پېښو په اړه قضاوت وکړي.
افغانستان اوس د تاریخ له ډېر حساس پړاوه تېرېږي. د جګړې او سولې پر برخلیک خبرې روانې دي، یانې د افغانستان او افغانانو پر برخلیک خبرې روانې دي. په دغه راز حالت کې خلک رښتینو معلوماتو ته اړتیا لري.
خلک باید د ټولو هغو پرمختیاوو په اړه پوره معلومات ولري، چې په اوسني پړاو کې هم دننه په افغانستان کې او هم له هېواده بهر رامنځ ته کېږي. دا یوازې خبریالان دي چې کولای شي خلکو ته د دغو پرمختیاوو په اړه کره او بشپړ معلومات ورسوي. خلکو ته د پېښو په اړه د معلوماتو رسول په شخړه کې د ټولو هغو ښکیلو خواوو په ګټه دي چې اراده یې سولې ته پیاوړې ده او نه غواړي تر بوسو لاندې اوبه تېرې کړي.
داسې ښکاري چې پر خبریالانو او رسنیو د بریدونو تر شا د هغو کړیو لاس دی چې د بیان آزادۍ او رسنیو مخالفې دي او نه غواړي خبریالان خپلې دندې په ښه توګه سر ته ورسوي. دغه راز کرغېړنې کړۍ نه غواړي چې خلک پر واقعیتونو خبر شي او بیا د هغوی په رڼا کې قضاوت وکړي او دریځ غوره کړي. دوی غواړي چې خلک په توره تیاره کې پاتې شي، پر پېښو خبرنه شي، پر واقعیتونو ولاړ قضاوت ونه کړای شي او دریځ غوره نه کړای شي. دغه راز کړۍ خپلو کرغېړنو موخو ته د رسېدو راز د ولس په بې خبره پاتې کېدو کې ویني.
لکه پورته چې وویل شول؛ افغانان په اوسني خورا حساس پړاو کې کره او بشپړو خبرونو ته اړتیا لري او دا یوازې خبریالان او رسنۍ دي چې کولای شي خلکو ته کره خبرونه ورسوي.
د دې لپاره چې خبریالان وکولای شي خپله دنده په ښه توګه سرته ورسوي، دوی باید ځانونه خوندي احساس کړي او ژوند ته یې هېڅ راز ګواښ پېښ نه وي. په اوسني پړاو کې د خبریالانو خوندیتوب تر ټولو ستر لومړیتوب دی. لکه د بخښنې نړیوال سازمان چې په خپله اعلامیه کې ویلي دي؛ باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره یوڅه وکړي.
همدارنګه د افغانستان حکومت هم باید د خبریالانو د خوندیتوب موضوع د یو لومړیتوب په توګه تر کار لاندې ونیسي. دغه راز ولس باید د خبریالانو دفاع ته راپورته شي او په دې اړه بې تفاوته او بې توپيره پاتې نه شي. ټول باید د خبریالانو خوندیتوب ستر لومړیتوب وګڼو.
پای/ن.ش

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا