خبرونهښوونه او روزنه

د خنجانو اويا سلنه ښځې او نجونې سواد زده کړې دي

٢٣- کابل /دمرغومې ٦مه /باختر
د بغلان په خنجانو ولسوالۍ کې ٧٠ سلنه نجونې او ښځې باسوادې شوې دي .
دغه ښځې او نجونې په وروستيو دوو لسيزو کې د سيمې د مشرانو او د اغاخان د پرمختيايي بنسټ په ملاتړ د ليک لوست له نعمت څخه برخمن شوي دي.
د خنجانو ولسوالۍ د ځوانانو استازى محمد ظاهر وطندوست د باختراژانس خبريال ته وويل چې د نجونواوښځو د باسواده کېدو يو اساسي عامل د نجونو له ښوونځيو څخه د سيمې د مشرانو او ديني عالمانو ملاتړ او د کورنيو هڅونه ده.
هغه زياته کړه چې څوکاله مخکې په خنجانو ولسوالۍ کې د نجونو دوه ليسې د ښځينه ښوونکو د کمښت په نسبت د زده کوونکو پرمخ وتړل شوې چې له نيکه مرغه د سيمې د مشرانو او ديني عالمانو په ملاتړ او د اغاخان د پرمختيايي بنسټ په همکارۍ د دغو ليسو د ښځينه ښوونکو د کمښت ستونزه حل شوه او د لوست بهير له سره پيل شو.
د خنجانو ولسوال صديق بهين په دغې ولسوالۍ کې د ښځو حالت مثبت وباله او څرګنده يې کړه چې د ښځو په حالت کې مثبت بدلون په بدو کې د نجونو د ورکولو ، له وخت څخه د مخکې وادونوله منځه تلل او تعليمي اوتحصيلي بنسټونو ته د نجونو لارې موندل دي .
ختم_ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا