خبرونهامنیت

د داعش ډلې دوه غړي په کابل کې ونيول شول

۴۵- کابل / د لیندۍ ۵ مه / باختر
د کورنيو چارو وزارت نن د يوې خبرپانې په خپرولو سره ويلي دي چې د پوليسو منسوبینو د کابل ښار په مربوطاتو کې د داعش ډلې دوه غړي نيولي دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د کابل ښار د دويمې امنيتې حوزې په مربوطاتو کې د پوليسو د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې د داعش تروريستي ډلې دوه غړي نيول شوي او له هغوی څخه افغاني او بهرني اسعار هم ترلاسه شوي دي.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا