خبرونهامنیت

د داعش ډلې يو ماين جوړوونکى په ننګرهار کې ووژل شو

۲۷- کابل / د مرغومي ۱۷مه / باختر
يو تن چې ويل کېږي د داعش ډلې يو ماهر ماين جوړوونکى و، په نننګرهار کې د ملي امنيت له ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو.
پر ملا خادم تېره شپه په مومند درې ولسوالۍ کې د ده په پتڼځای کې بريد وشو.
د ننګرهار د رسنيو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې ملا خادم په خپل پټنځاى کې داعشیانو ته پر ماين جوړولو بوخت و چې پرې بريد وشو او ووژل شو.
ختم- ش – ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا