ټولنه

د دربابا ولسوالۍ خلک ډير ژر له برېښنا څخه ګټه اخلي

١٤- کابل / د لړم ٣٠مه /باختر
د ننګرهار په دربابا ولسوالۍ کې د برېښنا د يوې شبکې په جوړولوسره ډېر ژر په زرګونو کورنى برېښنا ترلاسه کوي .
د دغې شبکې د جوړلو کار ٩٠ سلنه بشپړ شوى دى او ټاکل شوې ده په راتلونکو دوو مياشتو پورې ګټې اخستنې ته وسپارل شي .
دغه شبکه د ٣٤٠ کيلو واټه برېښنا د توليد ظرفيت لري او کولاى شي ٢٠٠٠ کورنيو ته برېښناورکړي .
دغه شبکه د يو غره په لمنه کې جوړه شوې ده او اوبه يې له غرونوڅخه تامنېږي.
د ننګرهار والي ضيا الحق امر خيل باختراژانس ته وويل چې له دغې شبکې څخه په ګټې اخستنې سره ٢٠٠٠ کورنى، ٣١ جوماتونه، ٧ ښوونځي ، روغتونونه، دولتي تاسيسات استفاده کوي.
ختم_ ج_اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا