خبرونهاقتصاد

د دفاعي او امنیتي ارګانونو تدارکاتي بهیر د چټکتیا طرحې په ګډون، ۷۳ تدارکاتي موضوګانې منظور شوې

۴۰- کابل / د مرغومي ٧ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې وشوه.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې غونډه کې د دفاعي او امنیتي ارګانونو د تدارکاتي بهیر د چټکتیا طرحې په ګډون، ۷۳ تدارکاتي موضوګانې چې د قرارداد ورکړه، تعدیلونه، یادښتونه، د لارښوونو غوښتنې، د کمېسیون د مخکېنیو پرېکړو د تحقق او همداراز د قرارداد فسخ کول په کې شامل دي؛ د ملي تدارکاتو کمېسیون د بحث پرمهال وارزولې.
د غونډې په پېل کې ‎د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د تدارکاتي بهیر چټکتیا په موخه د ملي امنیت شورا پېشنهادي طرحه د هر اړخیز بحث په پایله کې وارزوله.
غونډې په ملي تدارکاتو اداره کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د تدارکاتو پرمخ وړلو لپاره د ځانګړي واحد د ایجاد ترڅنګ ونیوه او څرګنده یې کړه: د ملي امنیت شورا کولی شي پر وخت د هغه له پلي کولو څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه څارنه وکړي.
همدا راز ټینګار وشو چې د اوږدې مودې لپاره د تصدیو د فعالولو لکه د ارزاقو او د تاسيساتو د ساتنې او پاملرنې تصدیو فعالولو پر طرحې، د دوو ضروري لومړیتوبونو په توګه کار وشي.
جمهوررییس غني د یادو پرېکړو د تحقق په اړه څرګنده کړه: په دې حساس امنیتي وضعیت کې د هېواد د امنیتي او دفاعي اتلو ځواکونو قربانۍ او سرښندنې د افغانستان دولت او خلکو لپاره زیات ارزښت لري، نو ملي امنیت شورا دفتر دې د ملي تدارکاتو ادارې ځانګړي واحد او د مالیې، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په نږدې همکارۍ په ګډه هڅه وکړي چې د دغو ځواکونو د اعاشوي اکمالاتو ستونزې او نورې ټولې اړتیاوې په اساسي توګه حل شي.
همدارنګه د اجنډا مطابق، د ملي تدارکاتو کمېسیون د بېلابېلو ارګانونو اړوند ۷۳ تدارکاتي موضوګانې وارزولې او په اړه یې اړینې پرېکړې وشوې. بل خوا د ۴ لارښوونو غوښتنې، ۳ یادښتونه، د کمېسیون د ۵ مخکېنیو پرېکړو د تحقق او  یو قرارداد د فسخې په هکله، اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وشوې.#
پای/ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا