سیاست

د دولتي شرکتونو د اساسنامو په اړه د کابینې ځانګړې غونډه جوړه شوه

کابل / د لیندۍ ۱۹ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې د غړو او د هېواد د والیانو په ګډون د ویډیو کنفرانس له لارې د کابینې ځانګړې غونډې د دولتي شرکتونو پر اساسنامو بحث وکړ.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې غونډه کې چې پرون په ارګ وشوه، په پیل کې د دولتي شرکتونو د یو شمېر اساسنامو طرحه د دولتي تصدیو له حقوقي شخصیت څخه پر دولتي شرکتونو د یولړ تغییراتو په راتلو سره تصویب شوه.
وروسته کابینې د کروناویروس ضد مبارزې په خاطر د ژغورنې بین المللي کمېټې (IRC) د ۲ میلیونه یورو او د لوږې ضد مجادلې موسسې (AAH) د (۱،۳۵) میلیونه امریکایي ډالرو مرستو د منظورۍ په موخه د اقتصاد وزارت غوښتنې، تصویب کړې.
په همدې ترتیب د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې د کرونا ویروس ضد مبارزې لپاره د ژغورنې بین المللي کمېټې (IRC) د (۹۳۴) زره یورو مرستې د منظورۍ په موخه د اقتصاد وزارت غوښتنه هم تصویب کړه.
د کابینې په دې ځانګړې غونډه کې د مالیې وزارت پر غوښتنه د یوه کال لپاره د یکاولنګ نه تر دره صوف پورې سړک ساختماني پروژې د وسایطو او وسایلو د نېټې غځول او په روان ۱۳۹۹ کال کې د کرونا ویروس خپرېدو له امله مالیه ورکوونکو ته د مالیاتي او ګمرکي جرمونو معافیت هم تصویب شو.#
پای/ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا