خبرونهامنیت

د زابل د ولايتي شورا رييس له ځانمرګي بريد څخه روغ ووت

۱۷- کابل / د لیندۍ ۹ مه / باختر
د زابل د ولايتي شورا رييس له يوې ناوړې تروريستي پېښې څخه روغ ووت.
د عطاجان حق بيان د سپرلۍ پر کاروان نن سهار په قلات ښارکې ځانمرګی بريد وشو.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ ځانمرګي يرغلګر خپل بمي موټر د زابل د ولايتي شورا د رييس د سپرلۍ د کاروان پر وړاندې وچاوه.
په دې پېښه کې د حق بيان موټر چلوونکى او دوه ساتونکي ټپيان شوي دي، خو هغه ته زيان نه دى اوښتى.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال باختر آژانس ته وويل چې په دې پېښه کې د زابل د ولايتي شورا د رييس موټر چلوونکي او دوه ساتونکي ټپيان شوي دي.
تراوسه د یاد بريد مسووليت کومې ډلې نه دی منلی، خو امنيتي خبرځايونه یې وسله وال طالبان عاملین بولي.
په وروستيو څو کلونو کې دا څلورم ځل دى چې د زابل د ولايتي شورا رييس له بريد څخه روغ رمټ پاتې کېږي.
ختم- ج -اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا