خبرونهټولنه

د سالنګونو لويه لاره د تيلري موټرو پرمخ تړلې ده

کابل /دمرغومي ٢٠مه /باختر
د سالنګونو د لويې لارې د ساتنې اوڅارنې مسوول نن وويل چې په دغه لويه لاره له تيلري موټرو پرته نور وسايط کولاى شي تګ راتګ وکړي.
د سالنګونو د ساتنې اوڅارنې د رياست سرپرست عبدالبشيرافغانزوي باختراژانس ته وويل چې دغه لويه لاره د تيلري وسايطو پرته د نوروموټرو پرمخ پرانستې ده وسايط کولاى شي د ځنځير په تړلو د مقرراتو په رعايتولو سره تګ راتګ وکړي.
هغه وويل د هوا سړښت منفي نولس درجه او په راتلونکو ٢٤ساعتو کې د واورې اورښت احتمال نشته .
ختم- زحل- فرشته

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا