خبرونهاقتصاد

د سر پل بزګرانو ته کرنیز وسایل وویشل شول

سرپل / دمرغومي / ۲۴/ باختر
د سرپل د کرنې ریاست د زعفرانو ٣٣ بزګرانو ته د وچولو ماشینونه او کرنیز وسایل وویشل.
د سرپل د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس د باختر اژانس خبریال ته وویل چې دغې ادارې نن په سرپل ښار کې د زعفرانو د کرلو ٣٣ بزګرانوته د زعفرانو د وچولو ١٧ دستګاوې او کیمیاوي سره وویشله .
خبر ځای زیاته کړه چې دغه مرستې د زعفرانو بزګرانو ته وویشل شوې چې په ۱۳۹۹مالي کال کې د زعفرانو نمایشي کروندې جوړې کړې وې.
پای / سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا