امنیت

د سمنګانو د امنیې قوماندانۍ یو کارکوونکی شهید کړای شو

کابل / د لیندۍ ۵ مه / باختر

د سمنګانو د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت یو کارکوونکی پرون ماښام د وسله والو کسانو په ډزو سره شهید کړای شو.

د سمنګانو د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیرمحمد آصف آزادي باختر آژانس ته وویل چې موټرسایکل سپرو کسانو د ایبکو ښار په مربوطاتو کې د یاد مدیریت د تعقیب آمر عبدالصمد شهید کړ.

خبرځای زیاته کړه چې په دې پېښه کې د یوه ماشوم په ګډون دوه ملکیان ټپیان شول.

پولیسو د پېښې په اړوند تحقیقات پيل کړي دي.

پای/ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا