اقتصاد

د سوداګرۍ د خونې مشرتابه پلاوی: نړیواله ټولنه دې خپلې مرستې د افغانستان د دولت له لارې ولګوي

کابل باختر د سلواغى ٤ مـــــه

د سوداګرۍ د خونې رئیس او غړو د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامدکرزي سره په کتنه کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وړاندې د هېواد پر اقتصادي ودې باندې ټینګار وکړ.

دباختراطلاعاتي اژانس ته د جمهور رييس دويندوى دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې

په دې کتنه چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، د سوداګرۍ د خونې د عامل هیات رئیس قربان حقجو په دې باندې ټینګار وکړ چې دولت دې دکورنیو تولیداتو پراختیا، د صنعت ودې او د افغاني غالیوصادراتو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

ښاغلي قربان حقجو وویل: له دې وړاندې چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه و وځي، دولت دې له خصوصي سکټور څخه په لویو پانګو اچونو،لکه: دکانونو د راسپړلو، د کرنې میکانیزه کولو، د بندونو د جوړولو، د انرژۍ او صنایعو د تولیدولو په برخه کې په کلکه  ملاتړ وکړي او له پاکستان او منځنۍ آسیا سره دې موجودې ترانزیتي ستونزې حل کړي.

د سوداګرۍ د خونې د عامل هیات رئیس ټینګار وکړ چې د نړیوالې ټولنې مرستې دې په خپله د افغانستان د دولت له لارې ولګول شي ځکه په تیرو کلونوکې دا څـرګنده شوې ده هغه مرستې چـې د دولت له لارې لګول شوي  په سلوکې اتیا د افغانستان پر اقتصاد اغیز کړې ده خو هغه مرستې چې نیغ په نیغه د نړیوالې ټولنې لخوا مصرفي شوي دي د هېواد پر اقتصاد یې په سلوکې پنځلس اغيزه کړې ده .

ښاغلي حقجو وویل: د دې لپاره  چې افغانستان  ډیر ژر پیاوړی او په خپلو پښو ودریږي د حکومت په دستګاه کې دې لازمې سمونې رامنځته او د فساد مخه دې ونیول شي.

همدا راز د سوداګرۍ د خونې د عامل هیات رئیس وویل چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته یې د نظر د خاوندانو، حکومتي چارواکو، د نړیولو سازمانونو د استازو، د پوهنتونو د استادانو، د خصوصي سکټور او د مدني ټولنې د غړو په ګډون یې د هېواد اقتصادي حالت په یوه غونډه کې آرزولی چې له نیکه مرغه د غونډې برخه والو په ټوله کې د افغانستان راتلونکی مثبت بللی دی. 

حامدکرزي د سوداګرۍ د خونې د مشرتابه هیات د خبرو له آوریدو وروسته وویل: که څه هم د بن په دويم نړیوال کنفرانس کې نړیوالې ټولنې ژمنه کړې ده چې له ۲۰۱۴ میلادي کال څخه تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې به په بیلابیلو برخوکې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي خو لازمه ده چې افغانستان د خپل اقتصادي حالت د ښه والي لپاره پخپله لاس په کارشي او په دې اړه  دولت ځینې ګامونه هم پورته کړي دي.

جمهوررئیس، د سوداګرۍ د خونې د مشرتابه هیات وړاندیزونه مثبت وبلل او وې ویل: په نږدې راتلونکې کې به د صنعتکارانو دکمیټې په شمول د افغانستان د سوداګرۍ د خونې له غړو سره وګوري او د هېواد د اقتصادي حالت د ښه والي د لارو چارو په باب به ورسره مشوره وکړيختم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا