تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د سولې خبرو راتلونکی ځای او اجنډا

کابل / د لیندۍ ۲۷ مه / باختر
اوس د دواړو لوریو مرکچي پلاویو له خپلو مشرانو سره د سولې خبرو د اجنډا پر سر د سلامشورو لړۍ پيل کړې ده. دوه مسئلې مهمې دي: د خبرو اجنډا او د خبرو ځای.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
د افغان حکومت پلاوی کابل ته راغلی دی او پرون یې د ملي روغې جوړې عالي شورا له رییس سره وکتل. د طالبانو پلاوی اسلام آباد ته تللی دی. اسلام آباد ته د ملا برادر د سفر یو شمېر غبرګونونه پارولي دي؛ خو افغان حکومت ویلي دي چې دا سفر د دوی په سلامشوره شوی دی.
جمهوررییس محمد اشرف غني بېګا د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره ټلیفوني خبرې وکړې. په دغو خبرو کې دواړو مشرانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړې ده او د پاکستان صدراعظم ژمنه کړې ده چې د تاوتریخوالي په کمولو او د اوربند په ټینګولو کې به همکاري کوي.
نن جمهوررییس محمد اشرف غني قندهار ته لاړ. ښایي هلته هم په خپلو خبرو کې د تاوتریخوالي موضوع یاده کړي او د اوربند پر ټینګولو تاکید وکړي. د ملي امنیت سلاکار څو ورځې وړاندې وویل چې غوره ده د خبرو راتلونکی پړاو په افغانستان کې پيل شي. جمهوررییس هم د دغه وړاندیز ملاتړ وکړ او ډاډ یې ورکړ چې له طالبانو سره د افغانستان په هرګوټ کې چې دوی یې وغواړي، خبرو ته چمتو دی.
واقعیت دا دی چې که خبرې دننه په افغانستان کې وشي؛ نو له څو اړخونو ګټه لري: تر ټولو سره ګټه یې دا ده چې پر دغو خبرو د بهرني فشار او لاسوهنې مخه نیول کېږي. که په بشپړ ډول د بهرني فشار او لاسوهنې مخه ونه نیول شي، لږ تر لږه دغه فشار او لاسوهنه کمېدای شي. دلته به له افغانان سره خبرو ته ناست وي او دوی بیا هرومرو توافق ته د رسېدو لارې موندلی شي. دویمه ګټه یې دا ده چې د بې ځایه لګښتونو مخه نیول کېږي. منو چې پر سولې هرڅومره لګښت راشي، افغان ولس یې مخالفت نه کوي؛ خو که دا خبرې دننه په افغانستان کې وشي، د ډېرو بې ځایه لګښتونو مخه نیول کېدای شي. درېیمه مهمه خبره دا ده چې که خبرې دننه په افغانستان کې وشي؛ نو دا خبرې به په بشپړډول افغاني وي، چاپېریال به یې افغاني وي، د پر مخ بیولو څرنګوالی به یې افغاني وي، فضا او روحیه به یې افغاني وي او دا ټول کټ مټ هغه څه دي چې بري ته د خبرو په رسولو کې نقش لري.
دا هم منو چې د خبرو ځای باید د دواړو لوریو په خوښه وټاکل شي. د افغان حکومت دا وړاندیز ښایي طالبانو ته د منلو وړ نه وي او هغوی کوم بل ځای په ګوته کړي.
په هر حال لکه پورته چې وویل شول، که خبرې دننه په افغانستان کې وشي؛ نو ګټې یې ډېرې دي؛ خو که مقابل لوری دا وړاندیز ردوي؛ نو بیا نه ښايي چې د ځای موضوع جنجالي شي او د خبرو خنډ شي. زموږ لپاره تر ټولو مهمه دا ده چې باید خبرې دوام ومومي او دواړه لوري د اجنډا پر سر توافق وکړي او بیا د اوربند موضوع جدي وګڼي. دا مهمه ده.
له نېکه مرغه د نړۍ ګڼو هېوادونو ژمنه کړې ده چې د افغانانو ترمنځ به د سولې خبرو کوربه توب کوي. په دوی کې ناروې، جرمني، ازبکستان او یو شمېر نور هېوادونه شامل دي. د افغان ولس هیله او تمه دا ده چې د خبرو د اجنډا او ځای پر سر دواړه لوري ژر توافق ته ورسېږي او د خبرو جدي پړاو د دوه اړخیز درناوي او باور په فضا کې پيل کړي.
پای/ن.ش

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا