سیاست

د سولې لپاره د همغږۍ د جګپوړې کمېټې ناسته جوړه شوه

۴۱- کابل / د ليندۍ١٩مه / باختر
د سولې په چارو کې د همغږۍ د جګپوړې کمېټې څلورمه ناسته د سولې په چارو کې د دولت د وزیر او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکره ‌کوونکي پلاوي د غړي سید سعادت منصور نادري په مشرۍ جوړه شوه.
باختر آژانس ته د سولې په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې؛ د سولې په چارو کې د دولت وزیر په پیل کې د مذاکراتو د طرزالعمل د وروستي کېدو د هوکړې او د ملي روغې جوړې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې د جوړېدو په ګډون د سولې بهیر د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل.
نادري وویل: د مذاکراتو په اړه هوکړه یو مهم ګام او د سولې په بهیر کې د نوي پړاو پیل دی.
هغه دغه راز د ملي روغې جوړې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې د کار پيل د افغانستان د خلکو لپاره ښه زېری وباله او ټینګار یې وکړ چې د دغې کمېټې جوړېدل او د کار پيل د سولې بهیر او د سترو ملي ګټو لپاره د سیاسي او ملي اجماع ښوودنه کوي.
په دې ناسته کې د سولې لپاره د همغږۍ د جګپوړې کمېټې غړیو د سولې بهیر او د دغه بهیر د اړوندو پروګرامونو په مخ بیولو کې د سولې په چارو کې د همغږۍ د جګپوړې کمېټې د رول په اړه خبرې وکړې.
د سولې په چارو کې د همغږۍ جګپوړې کمېټه له ۱۴ دولتي بنسټونو څخه جوړه شوې ده چې د سولې د پروګرامونو د همغږۍ او یووالي د پليتابه لپاره د جمهوري ریاست د عالي مقام د فرمان پر اساس جوړه شوې او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دغې کمېټې مشري او سکرتریت پر غاړه لري.
پای/ وهاج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا