تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د سولې په اړه واحد دریځ ته اړتیا ده

١١- کابل / د لیندۍ ۱۲مه / باختر
په دغو وروستیو کې یو ځل بیا د سولې په اړه د افغان مشرانو ترمنځ د ځینو ستونزو او اختلافاتو د راټوکېدو خبرونه خپاره شوي دي. د افغانستان خلک او حکومت په اوسني پړاو کې باید د سولې په اړه واحد دریځ ولري.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
د سولې په اړه واحد دریځ ته ځکه اړتیا ده چې موږ اوس د سولې د خبرو په یو ډېر حساس او برخلیک ټاکونکي پړاو کې یو. په دغه پړاو کې د سولې په اړه بېلابېل دریځونه او ډول ډول اختلافات پرته له دې چې د افغان حکومت د پلاوي هڅې او کوښښونه کمزوري کړي، ګډوډ یې کړي، بله پایله نه لري. د سولې په اړه واحد دریځ ته اړتیا ده.
د دغه راز دریځ لپاره مناسب بستر هغه ارزښتونه دي چې اوسني ټول مطرح سیاستوال، حکومتي چارواکي، مدني فعالان، قومي مخور او دیني عالمان یې ننګه او ملاتړ کوي. دا ارزښتونه د جمهوریت تر چتر لاندې لکه لمر روښانه دي: د افغانستان د آزادۍ، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت دفاع، آزاد، راڼه او سري او سراسري انتخابات، د بیان آزادي، بشري حقونه او نور. که موږ ټول دا ارزښتونه منو، که موږ ټول ځانونه جمهوریت ته ژمن ګڼو، که موږ ټول همدا ارزښتونه د سولې خبرو لپاره اصلي محور او چورلیز ګڼو، که موږ غواړو چې دا ارزښتونه وساتل شي، وپالل شي، غښتلي او پياوړي شي؛ نو باید د سولې د خبرو په اړه ګډ دریځ غوره کړو.
د رپوټونو له مخې؛ د افغان دولت مرکچي پلاوي تر دې دمه ښه کار کړی دی او د ټولو مطرحو مسایلو په اړه یې واحد دریځ غوره کړی دی. که د خبرو د پرمخ بیولو د طرزالعمل پر سر توافق وشي؛ نو بیا د خبرو اصلي پړاو پیل کېږي. دا پړاو له شک پرته برخلیک ټاکونکی دی. په دغه پړاو کې به د افغانستان د سیاسي نظام پر څرنګوالي بحث کېږي. دا هم جوته ده چې دا بحث به ډېر سخت، پېچلی او له ستونزو ډک وي. دوه متضاد وړاندیزونه پر میز اېښودل کېږي: یو د جمهوریت او هغو ارزښتونو وړاندیز، چې موږ پورته یاد کړل او بل د امارت وړاندیز. دواړه لوري به د خپل وړاندیز د تایید لپاره کارکوي، استدلال به کوي، فشار به راوړي. په دغه راز حالت کې که د افغانستان دولت پلاوی واحد دریځ ونه لري، که په کابل کې حکومتي چارواکي واحد دریځ ونه لري، که مشران، سیاستوال، مدني فعالان، قومي مخور او دیني عالمان واحد دریځ ونه لري، یو غږ ونه لري او د یوې واحدې پرېکړې ننګه او ملاتړ ونه کړي؛ نو څرګنده ده چې بیا به د جمهوریت او د هغه د ارزښتونو دفاع سخته وي.
اوس د دې وخت دی چې ټول خپل سلیقه یي، سیاسي، قومی، ژبني، مذهبي، سمتي او نور ډول ډول اختلافات یوې خواته کېږدي او د لوړو ملي ګټو په رڼا کې په یو واحد سنګر کې ودرېږي، واحد دریځ غوره کړي او په ګډه بري ته د سولې د پیل شویو خبرو په رسولو کې نقش ولوبوي. د سولې خبرو بری، په یووالي کې دی.
پای/ن.ش

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا