خبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د سولې په بسیاینه کې د رسنیو رول

 کابل / د لړم ۲۲مه / باختر

اوس د سولې بحث په خورا جدي توګه مطرح دی. دا یو ملي بحث دی او هر دولتي او نادولتي بنسټ، عام ولس، مشران او کشران، ښځې او نارینه باید په کې ونډه واخلي؛ خو په دې برخه کې تر ټولو ډېر مسوولیت د رسنیو پر اوږو پروت دی.

د باختر آژانس مفسر د سولې په بسیاینه کې د رسنیو رول او نقش څېړلی دی او لیکي:

که موږ نړیواله تجربه او همدارنګه د خپل هېواد تجربه مطالعه کړو؛ نو دې پایلې ته رسېږو چې رسنۍ پر اطلاع رسونې سربېره په ذهنیت جوړونه کې هم ستر نقش لري. رسنۍ د سولې لپاره ذهنیتونه جوړولی شي. له بده مرغه د سولې لپاره په روانو کوښښونو کې د رسنیو ځای او نقش لا په سمه او دقیقه توګه تعریف شوی نه دی. څه موده مخکې رسنیو غوښتنه وکړه چې باید د دوی یو یا دوه استازي په مرکچي پلاوي کې غړي شي او همدارنګه د رسنیو خبریالان باید په دوحه کې شتون ولري او له هغه ځایه دقیق او کره خبرونه او رپوټونه خپاره کړي. دواړه غوښتنې سمې، منطقي او پرځای دي؛ خو له بده مرغه یوې بلې مهمې موضوع ته هومره پاملرنه نه ده شوې چې باید شوې وای. دا مهمه موضوع په سوله کې د رسنیو نقش دی. یانې دا چې رسنۍ باید د سولې په اړه څه وکړي؟

که موږ د رسنیو خپرونو ته وګورو، نو دا له ورایه ښکاره ده چې د افغانستان د رسنیو نشرات جګړه ییز دی، هر خبر د جګړې دی. ښایي ځیني ووایي چې په هېواد کې جګړه روانه ده او هرومرو به د رسنیو خبرونه د جګړې خبرونه وي. منو چې رسنۍ باید د جګړې خبرونه خپاره کړي، دا یې دنده او مسوولیت دی چې خلک د هېواد پر حالاتو خبر کړي. په دې اړه کومه پوښتنه نشته؛ خو اصلي خبره دا ده چې دا د جګړې خبر په کومه بڼه او کومه طریقه وړاندې کړي.

د جګړې په اړه د هر خبر د خپرولو تر شا باید یوازې د اطلاع رسونې مطرح نه وي چې خلک خبر شي په کوم ځای کې څه پېښ شوي دي، کله پېښ شوي دي، څنګه او ولې پېښ شوي دي؛ بلکې د دغه خبر تر شا باید یوه بله مهمه موخه هم پرته وي او هغه دا چې د جګړې په اړه باید د خلکو کرکه او نفرت وپارول شي، نه دا چې خلک جګړې ته وهڅول شي. په دې برخه کې یانې د سولې ژورنالیزم په برخه کې په یو شمېر هېوادونو کې ډېر کارشوی او کتابونه لیکل شوي دي. د سولې ژورنالیزم لپاره یو څه اصول هم ټاکل شوي دي. لکه دا چې د شخړې اصلي ماهیت باید روښانه کړای شي چې دا شخړه ولې او څنګه رامنځ ته شوې ده، کوم ټولنیز او فرهنګي لاملونه سبب شول چې دا شخړه رامنځ ته شي، کوم لوري په کې ښکیل دي. همدارنګه د دغو ښکیلو خواوو ګټې باید تعریف شي او پر دې سربېره د جګړې په اړه غبرګون باید د عدم تشدد پر بنسټ ولاړ وي او د جګړې لپاره د بدیل په توګه سوله ییزې لارې وړاندې شي، په ټیټه کچه د سولې نوښتونه راغبرګ شي او خلکو ته ورسول شي.

موږ اوس د سولې ژورنالیزم ته اړتیا لرو او باید د سولې رپوټونو ته په خپلو خپرونو کې لومړیتوب ورکړو. رسنۍ دې داسې پروګرامونه او خپرونې ترلاس لاندې ونیسي چې هغه د سولې فرهنګ په ترویجولو کې مرسته وکړي. موږ باید له تاوتریخوالی ډک ذهنیت ته پای ورکړو او سوله ییز ذهنیت د هغه ځای ناستی کړو.

پای/ن.ش

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا