ټولنه

د سويډن کمېټه په سلګونو ميليونه افغانۍ د ننګرهار په پراختيا کې لګوي

٩-کابل/ د ليندۍ ٦مه /باختر
په افغانستان کې د سويدڼ کمېټې اعلام وکړ چې د ننګرهار د پرمختيا په خاطر د لسګونو پرمختيايي پروژو سره مالي مرسته کوي.
ټاکل شوې ده چې د دغه پروګرام په درشل کې په ننګرهار کې د پوهنې، عامې روغتيا، د معلولانو دغښتلتيا اود کليو په پرمختيا کې تطبيق شي.
په افغانستان کې د سويډن کمېټې مسوول دانيال مداني د ننګرهار له والي سره په کتنه کې وويل چې دغه اداره په ننګرهار کې ٢٤٢ ميليونه افغانۍ په پرمختيايي پروژو کې لګوي .
هغه وويل چې دغه پيسې په راتلونکې ميلادي کال کې د پوهنې،عامې روغتيا، د کليو او د معلولانو په غښتلتيا کې ولګېږي.
د ننګرهار والي ضيا الحق امر خيل پوهنې ، عامې روغتيا اود کليود پرمختيا ته پاملرنه په دغه ولايت کې د سمسورتيا ثبات لارې چارې وبللې او د دغه پروګرام په خاطر يې د سويډن له کمېټې څخه مننه وکړه.
ختم_ شکريه _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا