اقتصاد

د شنې او تورې زيرې صادرات له هېواده بهر زيات شوي دي

کابل /د مرغومي ٢٤مه /باختر
د هرات د سوداګرى او پانګه والۍ د خونو د صادراتو يوې برخې له هېواده بهرد شنې او تورې زيرې د صادراتو له زياتوالي خبرورکړ.
د اندازې له مخې ؛ د روان کال په لومړى ٩ مياشتوکې څه ناڅه په لسګونوټنه شنه اوتوره زيره په هېواد کې توليد شوې ده په داسې حال کې چې دغه اندازه په تېرکال کې يواځې دوه زره پنځه سوه شپيته ټنه و .
د هرات د سوداګرى او پانګه والي د خونې د صادراتو برخې په خپل خبر کې ويلي دي چې نړيوالو بازارونو ته د افغانستان د زيرې د سږکال صادرات څه د پاسه شپاړلسو ميليونو ډالرو ته رسېږي.
په داسې حال کې چې تېرکال د افغانستان د زيرې د صارداتو له درکه يواځې پنځه ميليونو ډالرو ته رسيدلي و.
قزاقستان، المان، امريکا، عربي متحده ايالات، ترکيه ، سويډن ، اتريش، بنګله ديش ، ايران، کويټ ، عراق ، سعودي عربستان هغه هېوادونه دي چې د افغانستان زيره هلته صادره شوې ده .
د کرنې وزارت وايي هلې ځلې لري چې کروندګرو ته د نويو لارو چارو په اړه په افغانستان کې د زيرې توليد اندازه زياته شي .
ختم_ شکريه – ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا