
کابل/ د لړم ٢٢ مه / باختر
په استراليا کې د شهيد بابه مزاري خيريه بنسټ نن په پروان کې له١٠٠ کورنيو سره نغدي مرسته وکړه .
د دغه بنسټ مسوول باختراژانس ته وويل: ١٠٠ کورنى چې په چاريکارو ښار کې د سېلاونو د راوتلو له امله زيانمن شوي و ، په هرې کورنى پنځه پنځه زره افغانۍ وويشل شوې.
د پروان والي فضل الدين عيار د دغه خيريه بنسټ له نغدي مرستې څخه په قدردانى سره له ملي سوداګرو او مرستندويو موسسو څخه وغوښتل چې له زيانمن شويو او بې وزلو کورنيوسره مرسته وکړي .
دغه بنسټ څه موده مخکې هم له ٤٠٠ اړو کورنيو سره د خوراکي او غيرخوراکي توکي مرسته کړې وه .
ختم_ ج_اکرم