خبرونهامنیت

د طالبانو يو نفوذي پوځي خپل نهه ملګري ووژل

۲۵- کابل / د مرغومي۱۵مه / باختر
يو پوځي چې ويل کېږي د وسله والو طالبانو نفوذي غړی و، په قندهار کې خپل ٩ ملګري ووژل او خپله د نورو پوځيانو په ډزو کې ووژل شو.
دغه پېښه تېره شپه په ارغنداب ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې د ملي امنيت د (01) قطعې يو پوځي پر خپلو ملګرو ډزې وکړې.
د قندهار يوې امنیتي سرچینې باختر آژانس ته وويل چې يرغلګر د ملي امنيت په (01) قطعه کې د وسله والو طالبانو نفوذي کس و او خپله هم د خپلو نهو ملګرو له وژلو وروسته د نورو سرتېرو په ډزو ووژل شو.
ختم-ج – ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا