خبرونهامنیت

د طالبانو يو کليدي قوماندان په بدخشان کې ووژل شو

کابل/ د ليندۍ لومړۍ / باختر  

د وسله والو طالبانو يو کليدي قوماندان په بدخشان کې له ١٠ ملګرو سره يې په هوايي بريد کې ووژل شو.

د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو پرون د بدخشان په نسي ولسوالۍ کې د تحرکاتو نيت درلود چې د دفاعي ځواکونو له غبرګون سره مخ شول او د هوايي ځواکونو په بريد کې د دادخدا په نامه د وسله والو طالبانو کليدي قوماندان له ١٠ ملګرو سره يې ووژل شو.

دغه راز په دغه هوايي بريد کې د وسله والو طالبانو يو پټنځاى له وسلو او مهماتو سره له منځه یوړل شو.

پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا