خبرونهامنیت

د طالبانو ډ لې دوه مهم غړي په قندهار کې ونيول شول

 کابل/ د مرغومي١٨مه / باختر

امنيتي مامورانو قندهارکې د وسله والو طالبانو د ډلې د ٢غړو د نيول کېدو خبر ورکړ.

دغه٢ کسان چې يو يې د هدفمندو وژنو مسوول او بل يې د طالبانو جنګي سرتيري بلل شوي دي  په دوو جلاجلا پېښو کې نيول شوي دي.

د قندهار امنيه قوماندان جنرال تادين خان باختراژانس ته وويل:  دغه طالبان قندهارکې د تروريستي فعاليتونو په خاصه توګه په هدفمندو وژنو بوخت  وو.

نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې د وسله والوطالبانو په ډله کې پرخپل غړيتوب او په لسګونو ډاراچوونکو بريدونو او ترور کې اعتراف کړى دى.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا