امنیت

د طالبانو یوغړی په غورکې ونیول شو

کابل / د مرغومي ۲۴ / باختر
افغان ځواکونو تېره شپه په غورکې یو وسله وا ل طالب ونیوه.
د غوریوسیمه ییزمسوول د باخترآژانس خبریال ته وویل: افغان ځواکونودغه طالب چې د فیروزکوه ښار د استخباراتو مسوولیت په غاړه درلود او په هدفمندو وژنوکې هم لاس درلود د فیروزکوه ښارپه تیغه تیمورسیمه کې ونیوه.
هغه وویل چې دغه طالب د پوځيانو او د قومي مشرانوپه هدفمندو وژنواو دغه راز سیمه ییزخبریال او مدني فعال بسم الله عادل چې تېره اوونۍ شهید کړی شولاس درلود.
پای-ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا