اعلامیهخبرونه

د عامه ساتنې ملي تصدۍ عمومي ریاست د ویاند د شهادت په اړه د جمهوري ریاست مطبوعاتي اعلامیه

۲۱- کابل / د مرغومي ۲۱ مه / باختر
تروریستانو د خپلو جنایتونو په دوام نن سهار د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې ملي تصدۍ عمومي ریاست د ویاند ضیا ودان پر موټر د برید په پایله کې نوموړی له خپلو دوو همکارانو سره شهید کړ.
جمهوررییس د دغه تروریستي برید د غندلو پرمهال وویل: پر وطنپالو، ژمنو او خدمتګارو شخصیتونو برید د اسلامي ارزښتونو خلاف او بشري ضد جنایت دی.
جمهوررییس څرګنده کړه: د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالی دا ښیي چې هغوی سولې ته د ژمنتیا روحیې خلاف بېګناه خلک وژني او عام المنفعه تاسیسات ویجاړوي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس اړوندو ارګانونو ته د دې وحشیانه برید د عاملینو د تشخیص او مجازاتو په اړه د لارښوونې ترڅنګ د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګندوي.
پای/ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا