
کابل /د ليندى ٢٠مه /باختر
د عامې روغتيا وزارت د پاليسۍ او پلان معين ډاکټر بشير نورمل د کاپيسا روغتيايي حالت وڅزړه.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ ډاکټر بشير نورمل د کاپيسا له والي عبداللطيف مراد سره وکتل او د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو، د روغتيايي مرکزونو د سمبالولواو د کاپيسا د سل بستريز روغتون د برېښنا د سيستم او تشکيل په اړه خبرې اترې وکړې .
د باختراژانس د خبرله مخې؛ ډاکټر نورمل د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولوپه لاره کې د کاپيسا د رهبرى د ملاتړ له امله په قدردانۍ سره مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې په دغه ولايت کې د روغتيايي اړتياو د لرې کولو په خاطر جدي او عملي اقدامات وکړي .
د عامې روغتيا وزارت د پاليسۍ اوپلان معين د کرونا ويروس د اخته ناروغانو روغتون وکوت اوپه دغه روغتون کې د روغتيايي کارکوونکو کارونه وڅېړل.
هغه په دغه روغتون کې د روغتيايي کارکوونکو د هلوځلو او کارونو په خاطر په قدردانى سره ژمنه وکړه چې د عامې روغتيا وزارت اړو کسانوته د روغتيايي امکاناتو د برابرولو په خاطر به له هيڅ راز هلوځلوڅخه ډډه ونه کړي.
دغه راز د دغه ولايت روغتيايي مسوولينو خپلې ستونزې اوپيشنهادونه د پاليسۍ او پلان له معين سره طرحه کړل او د عامې روغتيا وزارت د مشرتابه له خوا د هغو د څېړنې غوښتنه وکړه .
ختم_ ج _اکرم