خبرونهروغتیا

د عامې روغتيا وزارت: په هېواد کې په کرونا ويروس ١٦ نور اخته کسان مړه شول

٣٥- کابل / د ليندۍ ٢٦مه / باختر
د عامې روغتيا وزارت په تېرو ٢٤ساعتوکې د کرونا ويروس د ٢٣٠ نويو مثبتو پېښو د ثبتولو خبرورکړ.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ د نويو پېښو په ثبتولو سره په هېواد کې د کرونا ويروس مثبتې پېښې ٤٩٩٧٠ پېښو ته ورسېد.
دغه راز د ١٦ تنو په مړينې سره د کرونا ويروس د قربانيانو شمېر ٢٠١٧ تنو ته رسېدلى دى او د روغو شويوکسانوشمېر ٣٨٦٤٨تنو ته رسېدلى دى.
د عامې روغتيا وزير ډاکتر احمدجوادعثماني د هېواد خلکوته خبر دارى ورکوي چې د کرونا ويروس د خطرناکې ناروغى د مخنيوي په خاطر روغتيايي لارښوونې رعايت کړي.
د ماسک کارول،د واټن رعايتول، له لاس ورکولو اوښکلولوڅخه ډډه کول د کرونا ويروس د مخنيوي په لاره کې د روغتيايي لارښوونواساسي برخې دي.
هغه زياته کړه په ورځ کې څوځلې د لاسونو پريمنځل ، د بې موردو غونډو د جوړولومخنيوى او د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي په لاره کې مبارزه د نړى د روغتيايي سازمان د خبرداريو په پام کې نيول له موږ سره مرسته کوي چې خپل ځان او د نوروژوند د دغه ويروس له خطر څخه وژغوري.
ختم_ ج_اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا