روغتیا

د عامې روغتیا وزیر د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت له وزیر سره وکتل

۳۲- کابل / د مرغومي لومړۍ / باختر
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر احمدجواد عثماني د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت له وزیر لعل الدین آریوبي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر آریوبي د عامې روغتیا له وزیر څخه وغوښتل چې دغه وزارت د رواني روغتيا، د معلولیت درجې د نوي تثبیت، د جندر او روغتیا، معلولینو ته د پلاستیکي اجزاوو د جوړولو او د معلولینو له روغتيايي مرکزونو سره د همکارۍ په برخو کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت له وزارت سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر احمدجواد عثماني د آریوبي د وړاندیزونو تر اورېدو وروسته وویل چې د عامې روغتیا وزارت مشرتابه ژمن دي چې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د روغتیايي ننګونو په لرې کولو کې هر اړخیزه همکاري وکړي او په دې برخه کې به هېڅ راز مرستې و نه سپموي.
دواړو لوریو پر ګډو پروګرامونو، د مشخصو او اوږدمهالو پالیسیو د طرحو پر جوړولو، زده کړیزو پروګرامونو، دوه اړخیزو همکاریو او د دواړو وزارتونو ترمنځ پر زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ او د زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.
پای/ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا