د عقاب خټک د زوکړې سلمه کاليزه ونمانځل شوه

کابل باختر دسلواغي دويمه
د کوزې پښتونخوا د نوميالي ادبپوه او مورخ ارواښاد سرفراز خان عقاب خټک د زوکړې د سلمې کاليزې د نمانځنې په وياړ علمي- څېړنيز سيمينار په کابل کې جوړ شو.
سرفراز خان عقاب خټک په ١٩١١زېږديز کال د کوزې پښتونخوا په چارسده سيمه کې زېږېدلى او په ١٩٨٤ز کال يې وفات شوى دى
دغه سيمينار، چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبياتو دعلمي مرکز له خوا جوړ شوى و، پکې سلګونوتنو علمي-فرهنګي شخصيتونو، ليکوالو او څېړونکو برخه درلوده.
د سيمينار په لومړۍ پرانيسته غونډه کې د دجمهوررييس حامد کرزي په پيغام سربېره د بېلابېلو وزارتونو، علمي، تعليمي او اکاډميکو فرهنګي ادارو پيغامونه ولوستل شول.
کرزي په پيغام کې ليکل شوى و، چې ارواښاد سرفراز خان عقاب خټک له هغو ادبپوهانو څخه و، چې د څېړنې لپاره يې نوي موضوعات ټاکل او زيار يې وېسته، چې په خپلو څېړنو کې د پخوانيو څېړنو نيمګړتياوې پوره کړي.
د دغه علمي- څېړنيز سيمينار په پاى کې برخه والو د يوه پرېکړه ليک په ترڅ کې غوښتنه وکړه، چې د خټک ژباړې د يوې باصلاحيته مرجع له خوا راټولې او تر تخصصي کتنې وروسته دې چاپ او خپرې شى.
دغه راز د قومو و قبايلو او سرحدونو چارو له وزارت څخه غوښتنه شوې وه چې د عقاب خټک کليات، چې اوس يې چاپي نسخې نه موندل کېږي، چاپ کړي.
په پرېکړه ليک کې ويل شوى دى، چې د سرفراز خان (تاريخ خټک) اثر دې د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو نړيوال مرکز له خوا له اردو ژبې څخه پښتو ته وژباړل او چاپ دې شي.
دغه راز په پرېکړه کې زياته شوې ده چې د عقاب خټک د زوکړې د سلمې کاليزې د نمانځنې د علمي- څېړنيز سيمينار د مقالو ټولګه دې د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبياتو د مرکز له لوري چاپ او خپره شي.