خبرونهاقتصاد

د غاليو او ټغرو اوبدل د اړو کورنيو د اقتصاد د ښه والي لپاره یو فرصت دی

۳۲- کابل / د لړم ٢۷مه / باختر
په لغمان کې سلګونو کورنيو د غاليو او ټغرو اوبدلو له لارې پيسې ترلاسه کوي.
دغه کورنۍ چې زياتره يې هېواد ته رستنې شوې دي، په پيل کې د کليو د بيارغاونې او پرمختيا وزارت د کليوالي اقتصاد د پراختيا پروګرام په چوکاټ کې د غاليو او ټغرو اوبدل زده کړل او اوس د غاليو او ټغرو د توليد له لارې پيسې ترلاسه کوي.
د لغمان د کليو د بيارغاونې او پرمختيا رياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل: دغه کورنۍ چې زياتره په قرغيو ولسوالۍ او مهترلام ښارکې ژوند کوي، يوازې په تېره يوه مياشت کې لسګونه غالۍ او ټغر اوبدلي او بازار ته يې وړاندې کړي دي.
د کليوالي اقتصاد د پراختيا پروګرام په ١٣٩٧ کال کې هېواد ته د راستنيدونکو کورنيو لپاره په قرغيو ولسوالۍ او مهترلام ښارکې د غالۍ اوبدلو٣٧٠ دستګاوې ورکړې چې له هغه وخته تراوسه لسګونه غالۍ او ټغر د دغو راستنيدونکو له خوا اوبدل شوي او بازار کې پلورل شوي دي.
په هېواد کې اوبدل شوې غالۍ د بهرنيو غاليو په پرتله ډېر لوړ کيفيت لري، دغه غالۍ په بازارونوکې په مناسبه بيه پلورل کېږي او دغه کار به د راستنيدونکو کورنيو په اقتصادي پياوړتيا او په هېواد کې د غالۍ اوبدلوصنعت په وده کې زياته اغېزه ولري.
ختم- ج -اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا