خبرونهفرهنګروغتیا

د غذايي او تغذيې د امنيت د ملي اجنډا، د عدالت غوښتنې او عامه پوهاوي د کاري ډلې غونډه جوړه شوه

۴۳- کابل / د لیندۍ ۲٣مه / باختر
د غذايي او تغذيې د امنيت د ملي اجنډا، د عدالت غوښتنې او عامه پوهاوي کاري ډلې غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو د معين عبدالمنان شېواى شرق په مشرۍ جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د غونډې غړیو د ملي اجنډا کلني کاري رپوټ تر څېړنې لاندې ونيو او د غذايي او تغذيې د امنيت د ملي اجنډا د جوړولو په اړه يې بحث وکړ او د ٢٠٢١ کال لپاره د دغه بهير د پروګرام په اړوند خبرې وکړې.
د عدالت غوښتنې او عامه پوهاوي کاري ډلې په هره مياشت کې يو ځل خپلې منظمې غونډې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د يو معين په مشرۍ جوړوي چې په کې په عدالت غوښتنې او عامه پوهاوي پوړې اړوند مسايل او د غذايي امنيت د ملي اجنډا لپاره تر بحث لاندې نيول کېږي.
پاى\ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا