امنیت

د غزني د مستوفیت دوه کارکوونکي ترور شول

غزني / د مرغومي / ۸/ باختر
وسله والو طالبانو نن سهار د غزني د مستوفیت دوه کارکوونکي ترور کړل.
د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد خان سیرت باختر اژانس خبریال ته وویل چې وسله والو طالبانو د غزني د مستوفیت دوه کارکوونکی هغه وخت چې خپلو دندو ته روان وو د غزني ښار د دویمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې ترور کړل .
سیرت زیاته کړه چې د پولیسو څېړنې د دغې پېښې د څرنګوالي په اړوند او د عاملینو د نیولو لپاره پیل شوې دي.
پای/ سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا