ټولنه

د غور عالمانو له طالبانو وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي

۳۰- کابل / د لړم ٢١ مه / باختر
د غور عالمانو په يوه غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې له جګړې او تاوتريخوالي لاس واخلي.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ په غور کې لسګونو ديني عالمانو په يوه غونډه کې د وسله والو طالبانو له ډلې څخه وغوښتل چې له ځانمرګو بريدونو او چاودنو څخه لاس واخلي او سوله وکړي.
يو ديني عالم مولوي محمد ابراهيم موحد د نبوي سيرت په اړه خبرې وکړې او دغه راز د وسله والو طالبانو ځانمرګي بريدونه او چاودنې وغندلې.
موحد وويل: وسله والو طالبانو د بهرنيو هېوادونو په لارښوونه د غور – هرات لويې لارې د يوې برخې په ويجاړولو لاس پورې کړ او دغه راز د کمنج سيمې پُل يې ويجاړ کړ چې خلکو ته يې زياتې ستونزې رامنځته کړې دي.
دغه راز د غور د حج او اوقافو رييس مولوي رمضان اخند زاده او د ولايتي شورا غړي عبدالحميد ناطقي او يوشمېر نورو عالمانو په خپلو ويناوو کې ځانمرګي بريدونه او چاودنې په تېره بيا فېروزکوه ښار کې د موټربم بريد چې پکې زيات شمېر ملکيان ووژل شول، وغندل او د ديني زده کړو پر خلاف يې وبلل.
هغوى له وسله والو طالبانو وغوښتل چې ډېر ژر موافقې ته ورسېږي او له دې زيات ملکي خلک قرباني نه کړي.
پاى\ج \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا